سورغر له كندهار څخه خپرېدونكې ټولنيزه، فرهنګي، اقتصادي او هنري اوونيزه ده چې په اتو مخونو كې خپرېږي او د لومړي كال څلورمه ګڼه يې (د زمري د ۱۷مې ګڼه) خپره شوې ده. چې د تل په شان يې څلور مخونه رنګه او څلور تور و سپين دي.
په دې ګڼه كې هم د سيمه ييزو خبرونو تر څنګ د اوونۍ په زړه پوري ګزارشونه، د نړۍ خبرونه، د خلكو نظرونه او ځينې نور ې سياسي او ټولنيزې شننې راغلې دي.
سورغر لومړنۍ اوونيزه ده چې په سهيل لوېديزه حوزه كې په ناپېيلې توګه خپرونې كوي او ګڼ لوستونكي لري.
په دې ګڼه كې يې يو اعلان هم وركړى، چې د پنځمې ګڼې لپاره به كندهار ښاروال ښاغلى زمرى عثمان د مېلمه په توګه رابولي او له ښاريانو څخه يې هيله كړې چې په ښاروالۍ پورې اړوندې پوښتنې دې د سورغر ادارې ته ولېږي، چې له ښاروال سره يې مطرح كړي.
د برېښناليك پته: surgar.weekly@gmail.com