مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-07   مخپرونکئ : 060 - دبېنواخبریال -کابل

د رهين د رسنيو د کنفرانس پروړاندې د نړۍ اونيزې او نړيوال وېبپاڼې غبرګون

زموږ واکمنو بياهم نماېش وړاندې کړ،د اطلاعاتو او کولتور وزارت د رسنيو د سراسري کنفرانس په نامه کومه غونډه چې کابل کې پيل شوې،پکې د نوروسيمو په شان له ننګرهاره هم هغه خلک بلل شوي چې زموږپه اند بايد نه وای بلل شوي،ننګرهار چې اته کسيزه ونډه په دې کنفرانس کې ورکړل شوې،پکې د کولتور پررېس سربېره اووه تنه د غږيزو رسنيو استازي چې زموږ په اند ياهېڅ عملا ژونالېستيک فعاليت نه لري او که يې لري هم نو ډېر کم به وي،د کنفرانس ګډون ورپه برخه شوی،د ننګرهار د ډېرو غږيزو رسنيو په اړه به زموږ دا دعوه لومړنۍ نه وي چې پرته له موسېقۍ خپرولو به نور څه فعاليت ونه لري،که يې لري هم هومره به نه وي چې ستونزو سره پکې مخ وي،خو برعکس نړۍ اونيزه او نړيوال وېبپاڼه چې ننګرهار او سيمه کې يې ټول د عملا رېښتينو ژونالېستيکو فعاليتونو له امله مخته يې ګڼو ګواښونو او ستونزو سره مخ دي،استازو ته يې نه يوازې په کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې،بلکې ورته ويل شوي چې دا کنفرانس د چاپي رسنيو لپاره دی!

د نړۍ اونيزې او نړيوال وېبپاڼې اداره د کولتور وزارت دا پالېسي،نظر او فکر غندي او هيله منه ده چې د رسنيو د ستونزو د حل په نامه داسې نماېشي کنفرانسونه ياونه شي او ياهم پکې وړ خلک او وړې پريکړې وليدل شي.

په همدې ارمان

د نړۍ اونيزې او نړيوال وېبپاڼې اداره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery