مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغاني موسيقۍ دودې،بډاينې او پراختيا سيمينار

شنواری

دسيمينارخبرتيا!

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه دافغاني موسيقۍ دودې،بډاينې او پراختيا علمي سيمينار کې ستاسودګډون لار څاري،دا سيمينار به انشا الله دسې شنبې په سهار دروان کال دوري په يو ديرشمه چې داپريل شلمه کيږي دجلال اباد ښار دقومونو او قبايلو رياست په کلوپ کې جوړيږي دسيمينار ګډونوال به دافغاني موسيقۍ دپراختيا ودې او بډاينې تر څنک پر اصيله افغاني موسقۍ دپرديو دموسيقۍ پر اغيز هم بحث او خبرې اترې کوي او دغه راز به دهغې دمخنيوي لارې چارې هم په ګوته کوي دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې ددې سيمينارپه پلمه تر څلويښتو عنوانو زيات ارزښتناک کتابونه هم چاپ کړي دي ستاسو ګډون به موږ ته ستر وياړ راوبخښي
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery