دخپریدو نیټه : 2005-08-24 مخپرونکئ : خليل الله سروري
هوډ مجله پر ليكه سوه
خليل الله سروري
په كندهار كي د لوى احمدشاه بابا د علمي او كلتوري مركز درې مياشتنۍ مجله (هوډ) د ۱۳۸۴ ل كال لومړۍ ګڼه (ورى _ غبرګولى) له چاپه راووته.
د هوډ مجلې دا ګڼه د مطيع الله روهيال په مسووليت په ۸۴ مخونو كي په ښه صافت او ښكلي ډيزاين چاپ سوې او په خپله خپرنيزه لمن كي د لاندي ښاغلو ليكني لري :
ولسي ټاكني ولسواكي څرګندوي (سرليكنه)
صفاريان كه سپاريان؟ (ډاكتر عبدالرازق پالوال)
د انځورګريو او نقاشيو هنر ته ځغلنده تاريخي كتنه (پوهنوال رسول باوري)
ليك ګري (د عبدالمجيد بابي ژباړه)
ډراماتيك هنر ليكني ته ژوند ساه وركوي (ډاكتر طارق رشاد)
منفي كلتور (عبدالاحمد محمديار)
د اسلام سره د ملټي نيشنل كمپنيو دښمني (د عبدالمالك همت ژباړه)
آيا پښتو يو ليكنى معيار لري؟ (روايت كندهارى)
ستوري ولي ځليږي؟ (عبدالباقي پوپل)
د ښووني او روزني بهير ته لنډه كتنه (حيات الله رفيقي)
د اروپايي ټولنو د څارنيزو سپوږميو نظام (ميوند واكمن)
ډېوې خاموشي نه كړئ ! (د شعرونو برخه : معصوم هوتك، احمد صميم، فقيرمحمد امين وقاد، عبدالقديم پتيال، سعيد لودين، سرور واصل حسنيار، اجمل اند)
د اسلام اركان (انوارالدين نور)
دتياتر تاريخچه (د عبدالقديم پتيال ژباړه)
د تمدنونو تر منځ پوهاوى او اسلامي نړۍ (د عبدالنافع ثنا ژباړه)
يو خداى ومنئ (احمد صميم)
روميو او جوليت (د مجلې ناول)
احساس پاروونكى ږغ (د وحيد اتل ژباړه)
شاكر عزيزي د ډراماتيك هنر نوې څېره (اداره)
تغمې تغمې ليچي (لنډه كيسه، عبدالنافع ثنا)
غمجنه خوشحالي (لنډه كيسه، محمدابراهيم سپېڅلى)
د كندهار فرهنګي بهير په تيرو درو مياشتو كي (اداره) او نوري ليكني ځاى پر ځاى سوي دي
هوډ په هيواد كي دننه او دباندي ټولو هغو پښتنو ليكوالو او شاعرانو ته د معنوى مرستي لپاره خپل لاسونه كچكولوي كوم چي د پښتو او پښتنو سره مينه لري او د هغوى په ليكنو غواړى خپل خپرنيز بهير مخ ته يوسي
نو مه يې هېروئ پر دغه پته په خپلو ليكنو د هوډ لاسنيوى وكړئ : Mrohyal@hotmail.com