مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په المان کی د ډاکتر ملکزی د ویاړغونډی بلنه

 

د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه  د خپلو هلو ځلو په لړ کی ،چی دخپلی ژبـی او کولتور د  ساتنی، پالني او پرمختیا لپاره ئی کوی دا ځل د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی  په  ویاړد  2010م   کال  د Maiدمیاشتی په  7 مه نیټه دجمعی په ورځ  دالمان د لیورکوزن په  ښار کی غونډه جوړوي. د غونډی د ټنګ ټګور  برخه   د هیواد نامتو  او خوږ غږی سندرغاړی ښاغلی کبیر خان امیری  په  ګډون ښکلی شوی ده.

ښاغلي ډاکتر محمد اکرم ملکزي ، جرمني ـ پښتوقاموس( ډكشنري) چی څه نا څه ۲۵۰۰۰ الماني لغتونه  او ۱۰۱۶ مخه لري ليكلی  ده، چی  پدی سره  ئی خپلی ژبی قام او ولس  ته ستر علمی   او تل پاتی خدمت کړی دی .
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه  پدی وسیله  ټولو درنو هیوادوالو   ته بلنه ورکوی   چی په  خپل ګډون سره  ځمونږ غونډه لا درنه کړۍ


په درنښت
د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی
د کار ډله

نېټه او وخت  :  د  2010ع کال دمئ د میاشتی 7 مه نیټه   د  جمعی  ورځ  د  مازیګر   6  بجی

 
پته ادرس :   Forum Volkshochschule 
  Am Büchelterhof  9  
 51373 Leverkusen              
Germany

يادونه: د ښاغلی ډاکتر محمد اکرم ملکزی د المانی /پښتو ډیکشنرئ په هکله نور مالومات  پدی لینک کی کتلای شئ
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=586

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery