مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ایران کی د یو شمیر افغانانو د اعدام په هکله


د ګیکا د ټولنی اعلامیه

ګران هیواد وال خبر دي چی څو موده مخکی زموږ یو شمیر مهاجر  وطنوال چی خپل وطن کی د بیکاری او خپلو کورنیو ته د یوی مړئ حلالی ډوډۍ ګټلو په موخه ایران کی د مهاجرت ژوند کاوه د ایران  دچارواکو لخواه  په غیر انساني توګه اعدام شول ۰
په اتریش کی  د افغانانودانتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا)  د ایرانی مقاماتو دا عمل  د دواړو هیوادونو تر منځ د بندیانو د تبادلی د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي  څلور کاله مخکی دواړه ګاونډیو هیوادونو یو تړون لاسلیک کړ چی  د هغه پر اساس  به   دواړه هیوادونه د یو بل جنائي بندیان خپل هیواد ته  وروسپاري۰

د ګیکا ټولنه  نړی کی د بشری حقوقو د مدافعینو  او په تیره بیا د اروپائی ټولنی د اړونده چارواکو نه چی د اعدام له حکم سره مخالف دي  غواړي چی  په ایران کی زموږ د مهاجرو افغانانو د  نورواعدامونو څخه   مخنیوۍ وکړي۰

د ګیکا ټولنه همدا رنګه د افغانستان  دولت د چارواکو نه غوښتنه کوي چی بهر کی افغان مهاجرو په مقابل کی د خپلو مسولیتونو په درک سره ایران دولت  د لاسلیک شوي تړون رعایت   او ساتنی ته  راوبولي  او د دی انسان وژنی  لړۍ د احتمالي دوام مخنیوۍ وکړي  ځکه   د راپورونو له مخی  په ایران کی یو زیاد شمیر نور افغانان  هم په اعدام محکوم شوي  دي. اوکه د افغانستان دولت  او بین المللی  ټولنه پدی هکله جدي اقدام ونکړي  د دی امکان شته چی په راتلونکي کی به د مهاجرو افغانانو د اعدام لړي همداسۍ جاري وي.,

په اتریش کی  د افغانانودانتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) د ایران د دولت دغه کړنه  د بشر د حقوقو د پرنسیپونو مخالف عمل بولي  او په کلکه یی محکوموي   او پدی توګه د ایران د دولت نه غوښتنه کوي  چی په راتلونکی  وخت کی  له  ورته انساني ضد اعمالو نه  ډده وکړي  همدا رنګه د ایران د دولت لخوا وژل شوو افغانانو ته د لوی څښتن نه مغفرت  او د دوی غمجنو کورنیو ته  د صبر او تسلیت غوښتنه کوو۰

                 د ټولنۍ مشري
                    وین / اتریش


A-1210 Wien Mühlweg 4
Tel- 0699 13171305
Email- a.malyar@gmx.at                                  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery