مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

استاد محب الرحما ن سپينغرته مبارکي

ممتاز ارمان


په  ډېرې خوښۍ خبر شوم چې دکابل پوهنتون دژبو اوادبياتوپوهنځي هڅانداودرانه استادښاغلي محب الرحمان سپينغر ددوکتورادهغه تېزېس په پوره بري او سرلوړۍ د فاع وکړه،چې له تېرو دريوکالو راهيسې یې دمسکوپه پوشکين اينستيتوت کې  په څېړنه او ليکنه بوخت و.

گړني ستېريوټيپونه) دليدتوگې اوژبنۍ ټولگې د واحدونوپه توگه):او په افغاني کولتور کې يې دپوهېدا وده اوځانگړنې. دهغه څېړنيز اثرموضوع او عنوان دی چې استاد ددوکتورادتېزېس لپاره ټاکلی دی . دښاغلي سپينغر دغه علمي کار له دې اړخه هم دستاېنې وړ دی چې  يادې خوراارزښتمنې موضوع ته نه خو تر اوسه دچا پام شوی واونه يې څېړلې وه ،خواستاددخپلو همېشنېو نوښتونو په ترڅ کې په پوره زغم ، زړورتيااوځيرتيا وڅېړله او له خپلو علمي موندونو يې په هسکه غاړه دفاع هم وکړه.

دزرودترلاسه کولواوزېرمه کولو په دې تاوده موسم کې دپوهې په شيرنې پسې غرونه سوري کول هم فرهادي سينه او هوډ غواړي ،منلي دوست اوراگران استاد محب الرحمان سپينغر،دکورنۍ غړو اودپوهې اوفرهنگ ټولو ريښتینو مينه والو ته يې دبري مبارکي ورکوم او په راتلونکی کې يې د لا زیاتوبریاوهيله من يم.
    اغوس،  ډنمارک   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery