د جمهور رييس حامدکرزي حکم
په خصوصي او دولتي شرکتونوپورې داړوندو الوتکو دالوتنې دمصوونيت دتامينولو په مقصد دزياتو تدبيرونو دنيولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي حکم .
دافغانستان داسلامي جمهوريت د خصوصي او دولتي شرکتونو دالوتکو د الوتنې د مصوونيت د ډاډمن تامينولوپه مقصد او دهوايي پيښو دمخنيوي په خاطر دغه مراتب منظور دي .
دترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل کيږي :
١_ دهوايي چلند دنړيوال سازمان د منل شويو نړيوالو معيارونو قوانينو او مقرراتو په رعايتولو سره له تخنيکي پلوه په خصوصي او دولتي کمپنيو پورې اړونده مسافر وړونکي او کارګو الوتکي دې دالوتنې دمودې او دالوتنې دعملي مسلکي چمتو والي بيا وڅيړي هغه الوتکي چې دخوندي الوتنې له معيارونو سره سمون ونه لري اويا دالوتنې هغه کارکوونکي چې دمسلکي تياري له پلوه په ټيټه کچه کې دي او منل شويو نړيوالو معيارونو ته ځواب ورکوونکي نه وي دالوتنې له پلان څخه دې حذف کړي .
٢_ په ښه توګه دهوايي ترافيکو د تنظيم په مقصد دې داړتيا وړ سيستمونه او دستګاوي ودروي او فعالي کړي .
٣_ دالوتنو په تنظيم او پلان کولو کې دې دايساف او دنړيوال ائتلاف د ځواکونو له مسوولو مراجعو سره زياته همغږي تامين شي .