د ذوالجلال رب په عظيم نامه
په ډيري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د ادبياتو د ځوان ليکوال،ژباړن او شاعر غلام ولي نوري دوه د تره زامن تېره ورځ د نامالوم وسله والو کسانو لخوا په ډيري ناځوانۍ سره په شهادت رسول سوي دي،دا په داسي حال کي ده چي دې دوو ارواښادو د کندهار ولايت د ګچخانو په ښوونځى کي د ښوونکو درنه او مبارکه دنده په غاړه درلودله،د نوري کلتوري مرکز هيتي کميټه و ارواښادانو ته د جنت دعا سره په څنک کي و درنې نوري کورنۍ ته د تسليت مرتب وړاندي کوي او له دولته غوښتونکي دي چي د ښوونکو د وژني د مخنيوي سره په څنګ د دغو دوو شهيدانو قاتلين ژر تر ژره پيدا او د قانون او شريعت منګلو ته وسپاري.
په درنښت
د نوري کلتوري مرکز مرکزي کميټه