دخپریدو نیټه : 2005-09-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ولسمشر کرزي ته سر خلاصې ليک
ښاغلي د دولت رئيس
زموږ ګران هېواد، د شوروي د نسکوريدو نه وروسته په ناڅاپه ډول درې نوي ګاونډي هم په شمال کښې پيدا کړل. اوس افغانستان په شپږو ملکو پورې احاطه شوي چې له هغونه ، يواځې ترکمنستان يې خپله بې طرفي منلې ده، او نور پنځه واره له افغانستان سره په يو يا بل ډول مخالفتونه لري. د دې پنځو له ډلې نه ،د افغانستان د آزادي او خپلواکۍ سخت دريزه مخالفين ايران او پاکستان دي. خو زموږ شمالي ګاونډي لا د کمونيزم د زجر او مشقت نه ، سترګې ندي خلاصې کړی. زه پوره يقين لرم چې د خپلو لږګکيو د حضور له امله به په يوه لسيزه کې تر ايران او پاکستان هم ، د افغانستان موجوديت او خپلواکی لپاره د زيات سرخوږي سبب وګرځي.
جناب د دولت رئيس!
تاسو شخصاْ، او ستاسو د کابينې ځينې غړی نن د نړۍ له يواځني ابر قدرت سره چې امريکا ده، نژدې او د اعتماد اړيکې لری. ما چه د خپل ژوند تير ۳۰ کاله د وطن خدمت ته وقف کړی او تور سر مو پکښې سپين کړو، دې نتيجه ته رسيدلې يم، چې د امريکې د متحده ايالتونو موجوده حکومت کولاې شی د افغانستان د آزادې او خپلواکۍ په لاره کښې، زموږ سره تاريخي همکاري وکړي. زما عرض دادی چې تاسو لطفاْ له امريکې نه غوښتنه وکړی چې د افغانستان دائمي بې طرفي د ملګرو ملتو له لارې زموږ په ګاونډيو قبوله کړی او هم بايد زموږ د ګاونډيو پارلمانونه ، نه يواځې موجوده حکومتونه چې ډير يې د خلکو منتخب دولتونه ندی د افغانستان بې طرفی د اطريش او فنلنډ په شان ومني ..
د افغانستان بې طرفی د امريکې، د نړۍ د ملکو او زموږ ګاونډيو او البته د افغانانو په ګته ده. امريکا به بيا تشويش نلری چې د بې طرفه افغانستان حکومتونه به ترهګرو او يا د نړيوالو موازينو ضد ګړو وړو ته په خپل ملک کښې اجازه ورکړی، او نه به په افغانستان د پوځي هډوضرورت او يا عذر ورته پاتې شوي وي. نړې به د افغانستان د بې سارې مهاجرينوله له لړی او دا چې د هغو وطنوال به دلته تربيه کيږی خاطر جمع شي. زموږ ګاونډی به بالاخره پوه شی چې افغانستان هغو ته بد نظر نلري او يواځې د وروري او برابری ژوند د نړۍ پدې برخه کې د ځان او د هغو لپاره غواړي. د افغانستان خلک به ، بيا له بهرنه نه لمسيږی او خپله وسله به کيږدی او توجه به خپل اقتصاد او د اولادونو تربيې ته وقف کړی. زه پوره يقين لرم جې افغانستان به زموږ د عمر په دوره کښې د آسيا سويس وګرځي. د هغه په غرونو او درو کښې به هوټلونه جوړ شی چې سيلانيان زموږ له ميلمه پالنۍو تفريحګاو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړی. زموږ خلک به ډير ژر ددې پر ځاي چې د ګاونډيو او يا د سيمې د غرض آلودو حکومتونو آله وګرځي، د خپل ملک په جوړولو لاس پورې کړی. حکومتي مامورين به د لياقت او امتحان له لارې مؤظفو کرسيو ته انتخابيږی، نه دا چې په کوم جنګسالار او يا قوم پورې رابطه ولری .
ښاغلي کرزی صاحب!
که تاسو لطفاْ د افغانستان د ضمانت شوي بې طرفی په لاره کښې قدم پورته کړی، دا به ستاسو يو تاريخي خدمت افغان ملت ، د سيمې او نړې ته وي. زه چې تاسو او ستاسو فاميل د ډيرو کلونه نه را پديخوا پيژنم، پوهيږم چې تاسو دا کار کولاې شی د خداي پاک نه پدې هکله درته بری غواړم .
ډاکټر نبي مصداق