د خيالونو د رازونو ملنګان دي شاعران دي په پيالو ويشي سندري
هو ، شاعر او ليکوال هميش خپلي ټولني ته د خلګو د ذوق او شوق په پياله کښي هغه زدولي ملغلري وړاندي کوي چه په هغه کښي د شعوري ويښتيا او الهام مستي او ددردمنو اوښکو مالګني اوبه ګډوي وي . تر څو د خلګو په ضمير کښي مړاوي جذبې پر ښور راولي او ټولنه يو ډول معنوي خوځښت ته عياره کړي . د شاعر او ليکوال د اند او تخيُل پر انګر چي هر څه اوري هغه شاعر په خپل لمن کښي راټولوي ، د زړه په معنوي وينو ئې مينځي او بيا ئې کله د شعر ، کله د نثر او داستان په پلو وچوي او ساتي ئې . همدا لامل دی چي زموږ شاعرانواو ليکوالانو زموږ د ټولني په کچکول کښي ډير قيمتي غمي راټول کړي او خوندي کړي دي . خو خبره داده چي ايا شعر او داستان د هر چا په ږغ کښي دخپل پيغام انځور د نورو په ذهنونو کي ثبتوي ؟ په پښتو کښي متل دی چي (( نشره هغه ده خو خوله د ملا عثمان غواړي )) نو همدارنګه هر شعر او داستان چي په خپله د شاعر په خپل ږغ کي وي نو خوند او ښکلا به ئې يو په سله وي . موږ په دې برخه کښي د شاعرانو او ليکوالو په جادوګر ږغونو کښي دهغوی ښکلي پنځوني تاسو ته وړاندي کوو. |