نيټه: ٢/٤/١٣٨٩ - ٢٣/٦/٢٠١٠
کابل - افغانستان
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو ليکوال، فرهنګي شخصيت او د مطبوعاتو رښتني خدمتګار استاد رضوان قل تمنا په حق ورسيد.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد يو هېوادپال شخصيت وو چي تل ېي د هېواد د مطبوعاتو په برخه کې ارزښتناکه خدمتونه تر سره کړي او د فرهنګپالانو رښتني ملګري وو.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد تمنا مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني، کلتوري او فرهنګي ټولنو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر