دکرزي د ادارې له خواله بهرنیو شرکتونوسره دقراردادونوپه هکله داسلامي امارت اعلامیه
په دې وروستیوکې دامریکايي ځمکه پیژندونکولخواپه افغانستان کې دیوه تریلون ډالروپه ازرښت د لیتیمو (lithium) اونوروطبیعي زیرمو ترکشف ولو ورسته دکرزي ادارې د چارواکوله لوري له بهرنیوشرکتونوسره دهغوئ داستخراج اومزایدې اعلانونه ورکړل شول .
داچې یرغلګر امریکایان اوسمهال په افغانستان کې له سختې رسوايي سره مخ دي نودهغوئ پوځي جنرالان دخپل ځان لپاره داهم یوبریالیتوب بولي چې په افغانستان کې دکانونوداستکشاف په اعلانولوسره هم امریکایي ولس اوهم افغانانوته دانظریه ورکړي چې مونږ د دغسې لویواقتصادي پروژودپرمخ بیولو لپاره افغانستان ته راغلي یو.
یرغلګرامریکایان اودهغوئ وراخطا قیادت ددغه شان نمایشي اقداماتوپه ترسره کولوسره هڅه کوي ترڅو له یوي خوادافغانستان له معدنیاتو څخه په داسي ډول استفاده وکړی چي هم دخپل هیواد لویې کمپنۍدحکومت داوسنۍ نا کامې یر غلیزی پالیسئ حما یت ته تشویق کړی او هم له همدغو معدنیاتو څخه درشوت په ډول دا سی کار وا خلی چي په ورکړه سره یې ځیني هیوادونه په شړیدونکې ائتلاف کې ورسره نور هم تر یوه وخته په افغانستان کې پاته سي اوله اتلاف نه دباندې په خاص ډول دسیمي هیوادونه داقتصادي ګټوپه پلمه په افغانستان کې را ښکیل او مصروفه یې وساتي ترڅوددوۍ پر ضد دمقاومت ملاتړ ونه کړی اوله بلي خواددغو غیر عملی او نا کامه هڅو په وسیله دیوڅه وخت لپاره نورهم په افغانستان کې دپاتي کیدلوچانس ځانته اماده اوهم په دې وسیله له خپلو ناکامیوڅخه دافغانانو،امریکا یانو اونړیوالوپام بلې خواته واړوي .
دا چې هم امریکایان اوهم دهغوئ له خوارامنځته شوې اداره ددغوطبیعي زیرمو له کشف و لو اوبیا دهغوئ له استخراج څخه خپلو نامشروعو اهدافوته ځان رسول غواړي له همدې امله دافغانستان اسلامي امارت د دغوکانونو اودافغانستان دنوروطبیعي زیرمو داستخراج اودهغوئ د هغو قرادادونو دمزایدې په هکله کوم چې دکرزي دمزدورې ادارې له خوا له بهرنیوکمپنیوسره لاسلیک کیږي لاندې ټکي اعلاموي :
۱ـ دامریکایانو تراوسنیو مغرضانه کشفیاتو مخکي هم افغانستان دنړۍ په کچه دطبیعي زیرمو یوغني هیوادپیژندل شوی اودغه طبیعي زیرمې دافغانستان دملت یوه ملي سرمایه بلل کیږي ؛
لهذا دهغې استخراج اوپه هغه پوري اړوند دمزایدې ټول مراحل بايد يواځي دیوه داسې قانوني خپلواک ملي حکومت له خواترسره شي چې هغه دافغانانو په خوښه منځته راغلی وي نه داچې دیرغلګرانو دتوپونو اوتیاروپه زورپه هغوئ تحمیل شوی وي.
۲ـ په کابل کې دامریکایانوپه لاس منځته راغلې اداره دنړۍ په کچه هغه ترټولو بي کفایته ،مفسده اوبي واکه اداره ده چې دهغې په دغوټولونیمګړتیاوو تربل هرچا له مخه خپله امریکایان اوددغې مفسدې ادارې مشرکرزی هم اعتراف لري ؛ نو د دغسې یوې مفسدې ادارې دموجودیت په صورت کې به څوک دافغانستان د دغوقیمتي کانونو اودهغوئ په استخراج کې ددرغلي اوفساد دمخنوي تضمین وکړای شي ؛ لهذا اسلامي امارت دخپل ولس دملي شتمنیو دخوندیتوب اوساتنې په غرض ددغو کانونو داستخراج په اړه له بهرنیوکمپنیوسره لاس لیک شوي قراردادونه غیرقانوني اجراآت بولي اود هغولاسلیکوونکوجهتونوته دافغانستان دملي شتمیودتالانوونکوپه سترګه ګوري .
۳ـ داچي امریکا یان او دهغوی لاس پو څي اداره تبلیغات کوي چي دمعدنیاتو په را ویستلو او له بهرنیو کمپنیو سره دقرار دادونوپه پیسو به دافغانستان بیا رغونه کوي او یا به افغانستان په اقتصادي ډګر کې په پښو در وي هیڅ حقیقت او دعمل تضمین نلری ځکه چي دتیرو (۹) کلونوپه جریان کې چې دنړیوالې ټولنې لخوا دافغانستان دبیارغونې په نوم په ملیاردونوډالره مرسته شوې هغه دکوم شفافیت له مخې په افغانستان کې دبیارغونې په چارولګیدلې اودبي وزلي افغانانو کوم درد یې دوا کړی چې اوس ددغه ځوریدلي اولس ترځمکې لاندې طبیعي شتمنۍ هم دچوراوتالان په غرض مزایدې ته وړاندي کیږي ؟ اوس که دولس دغه لويه شتمني (ترځمکې لاندې زیرمې) دیرغلګروداشغال په سیوري کې راویستل شي دچاله خوايي تضمین کیدای شي چې هغه دې په واقعي توګه دافغانستان په بیارغونه اوعامه المنفعه ملي پروژوباندې ولګیږي .
۴ـ اسلامي امارت دخپل هیواد دطبیعي زیرمو دخوندیتوب په غرض ټولو هغو بهرنیوکمپنیوته چې دافغانستان دکانونو داستخراج مزایدوته تیاری ښیې خبرداری ورکوي چې دامریکایي اشغال ترسوري لاندې دکرزي مزدوره اداره د داشانې قراردادونو دلاسلیک ولو اود دغوکمپنیو دکارکوونکو دتحفظ وړتیا نه لري ؛بناء هرلوری چې له هغوئ سره دطبیعي زیرمو داستخراج قراردادلاسلیک وي هغه داسلامي امارت اودافغانستان دولس له لوري مردودګڼل کیږي ، اسلامي امارت ددې هیله لري چې په افغانستان کې دامریکایانوله شکست اوماتې څخه وروسته ددغه هیواد خپلواک ولس دوران ویجاړافغانستان دبیارغونې لپاره دخپلوکانونو اوټولوطبیعي زیرمو داستخراج قراردادونه له هغونړیوالو اوسیمه ایزو کمپنیوسره وکړي چې هغوئ په صادقانه توګه د دغه کاردپه مخ بیولوتوان ولري .
دافغانستان اسلامي امارت