په زياته خواشنۍ سره موخبر تر لاسه کړ چي په اتريش کښي دافغانستان دبياودانولو ټولني مشر ډاکتر اسدالله بها دهغه ناروغۍ له امله چي ورپېښه شوې وه نن له پاني دنيا څخه دابد لپاره سترگي پټي کړې .
انا الله وانا اليه راجعون
استاد داکټر اسدالله بها دڅو کلو راپدي خوا داتريش هيواد دويانا داسياافريقادپوهنتون استاد و،هغه دخپلي مسلکي دندي دسرته رسولو تر څنگ دمهاجرت په ستونځمنوشرايطو کښي په زياته علاقه دافغانستان دبيا ودانولو دټولني چاري په برياليتوب سره پر مخ بيولې .
ارواښاد بها صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي خدمتگار په توگه دژوند په ټولو شيبو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړاني او افغاني شهامت تر سره کړېده . دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دخپل توان او طاقت له مخي داسي گامونه اوچت کړي چي دهغو ياد به له خپل ټاټوبي نه ليري افغان ولس د فرهنگي چوپړ په تاريخ کې تل پاتې خاطره وي .
ارواښاد ډاکتر اسدالله بها دهيوادد پياوړي ادبي څيري په توگه هغه څوک ؤ چي يوه لهظه يې دخپل ربړېدلي ولس دژوند کړاونه او ستونزي ندي هير ي شوې . هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس د ټولنيزو ښيرازيو ، اجتماعي عدالت ،پرمختللي مدني ټولني دجوړيدو، په هيواد کښي ددموکراسۍدراتگ او ټينگښت په خاطر وړ خدمتونه سرته رسولي دي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کښي چي د ارواښاد بها صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره ستره غميزه او لويه ضايع بولي ، ځانونه د ارواښاد بها صاحب دکورنۍ د ټولوغړو، په اتريش کښي دافغانستان دبيا ودانولو ټولني مشرتابه جرگه گۍ اودهغه د علاقمندانو سره پدغه ستر غم کې شريک گڼي . موږ پدي ټينگ باور لرو چي ددغه فرهنگي اوادبي شخصيت د ملي او فرهنگې چوپړ ياد به دافغان ولس په زړونو کښي دهميش لپاره د يوې نه هيريدونکې خاطري په توگه پاته وي .
دټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب اله غمخور