مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پياوړى عالم دوکتور احمدالعسال له دې دنيا سره مخه ښه وکړه

زاهد جلالي

 

إنا لله وإنا إلیه راجعون
پرون د شنبې په ورځ سهار په ۲۰۱۰/۷/۱۰  تاریخ داسلامي نړۍ لوی عالم د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد پخواني استاد او رئیس استاد احمد العسال د ۸۲ کالو په عمر له یوې لویې مبارزی، د عوت او خدمت څخه وروسته له دې فاني نړۍ څخه سترګی پټې کړې. إنا لله وإنا إلیه راجعون
له خدای جل جلاله څخه دغه لوی عالم ته د جنت فردوس غوښتونکي یو.
ښاغلی استاد احمد العسال د مې په ۱۸ په کال ۱۹۲۸ کې زیږیدلي، په فرستق کې لوی شوي. په لس کلنۍ کې یې ټول قرآن حفظ کړی او د ملک فاروق جایزه یې ترلاسه کړې(د ملک فاروق جایزه هغه چاته خاصه شوې وه چې قران یې مخکې له دولس کلنی څخه حفظ کړی وى).
استاد عسال په کال ۱۹٥٨ کې د ازهر د پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځۍ څخه فارغ شوی، په کال ۱۹۶۱ کې قطر ته تللي او تر کال ۱۹۶۵ پورې د لغت عربي په پوهنځۍ کې درس ورکاوه.
په کال ۱۹٦٨ کې د انګلستان د کامبرج له پوهنتون څخه په اسلامي فلسفه کې دکتورا ترلاسه کړې، او تر کال ۱۹۷۰ پورې یې د کامبرج په پوهنتون کې کار کړی، لدینه وروسته له کال ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۴ پورې په سعودی عربستان کې د امام محمد بن سعود د پوهنتون د اسلامي ثقافت رئیس په توګه کار کړی.
په کال ۱۹۸۴ کی د امام محمد بن سعود په پوهنتون کې د دعوت د څانګې رئيس پاته شوى، له کال ۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۰۳ پورې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د استاد، رئیس مرستیال او د پوهنتون د رییس په توګه وظیفی اجرا کړي. په اسلامي ثقافت کې یې ډیر کتابونه لیکلې چې ډیري یې په نصابونو کې هم داخل شوي. د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر دکتور یوسف قرضاوي سره یې په ازهر کې پیژندلې او ویل کیږې چې په ازهر کې یې ټولګیوال هم تیر شوي.
د فقید استاد عسال د جنازی امامت د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر علامه دکتور یوسف القرضاوې وکړ. په جنازه کې د استاد عسال په زرګونو دوستانو او شاګردانو برخه لرله.
په جنازه کې د استاد د شاګردانو او دوستانو ترڅنګ نورو ډیرو لویو علماو او سیاست پوهانو برخه اخستې وه چې د هغو له جملې څخه: استاد محمد مهدی عاکف د اخوان المسملین پخوانې مشر، استاد عبد البدیع د اخوان المسلمین اوسني مشر، استاد امین جمعه ، استاد محمود عزت، الدكتور رشاد بيومي، دکتور محمود حسین، دکتور سعد کتاتنی، دکتور محمود عزلان، دکتور عصام عریان، دکتور عبد المنعم ابو فتوح، دکتور عبد الحمید الغزالی، دکتور محمد سلیم العوا، احمد سیف الاسلام حسن البنا، دکتور محمد فرید عبدالخالق، سید نزیلی، الحاج محمود السبحی، دکتور احمد دیاب، دکتور عبد الجمال عبد الهادی، دکتور عصام حشیش، دکتور جمال قرنی، عمر عبد الله منسق او جمال نصار.
دکتور محمود عزت وویل: د استاد احمد عسال له علم او عمل څخه ډیرو ګټه پورته کړي، استاد له عمل کوونکو علماو څخه و، الله پاک په ده کې دا دواړه یوځای کړي و، په حقیقت چې دا اسلامي نړی ته یوه لویه ضایعه ده له الله جل جلاله ته د عا کوم چۍ اسلامې نړۍ ته د داسی یو قدوه عالم بدل ورکړي.
دکتور عصام عریان وویل: ښاغلی استاد احمد عسال ددغه آیت مستحق دی: ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ﴾ (الأحزاب: من الآية 23).
احمد سیف الاسلام حسن البنا (د امام حسن البنا شهید ځوی) وویل: نن یو شخصیت وفات شوي او داسی شخصیتونه ډیر لږ دي، دا په داسی یوه زمانه کی یو شجاع عالم و، الله تعالی ته دعا کوو چې د ټولو خدماتو اجر ور په برخه کړي.
دکتور جابر قمیحه وایی: د دکتور عسال په لیکلو کې دوه لوی کمالونه و چې هغه:
۱- سادګې او په روانه ژبه لیکل.
۲- د دین او د دنیا امور سره ربط ورکول.
الله جل جلاله ته دعا کوو چې فقید دکتور استاد احمد عسال ته جنتونه ورپه برخه کړې او اسلامي امت ته یې بدل ور کړي. په رښتیا چې اسلامي امت ته یې ډیر خدمت کړی وو، د اسلامي امت بچیان یې لکه د خپلو ځامنو په څیر لوی کړي وو او هغوی ته یې تربیه ورکړې وه، د فقید عسال په اړه دده نیږدی ملګری وایې چې: په نړیوال اسلامې پوهنتون اسلام اباد کې پداسې حال کې چې د ټولې نړۍ څخه د اسلامي امت بچیانو زده کړه کوله، ښاغلی عسال ددوې ترمنځ هیڅ توپیر ندی کړې، او د هر چا خبره یې په ورینه ټنډه اوریدلې.
روح دې ښاد وي او فکر دې ژوندی وې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery