د استرالیا هیواد په سیدني کې میشت ،د افغانستان د شاهي اردو د توپچي لوی قوماندان متقاعد جنرال جنت ګل پکتیاوال نیکه ، پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال پلار، میرمن سوسن پکتیاوال مور،دیپلوم انجنیر حبیب ګل پکتیاوال ، ډاکتر نذیرګل داور، میوند پکتیاوال ، یونان میشتئ دیپلوم انجنیر نجیب ګل پکتیاوال او په لندن کې میشت خالد بلال پکتیاوال ترونه، همیشه ګل پکتیاوال،فرهاد ګل پکتیاوال او صمیم ګل پکتیاوال ورونه ، زلفه پکتیاوال ،بریښنا پکتیاوال ،هیلۍ پکتیاوال اوهوسۍ پکتیاوال خویندې ، احمد ذبیر پکتیاوال ، احمد سیر پکتیاوال ، مسیح پکتیاوال او احمد سمیر پکتیاوال د ترونو زامن ، ډاکتره سلطان زري پکتیاوال ،دیپلوم انجنیر حلیمه پکتیاوال ، ډاکتره شیرین پکتیاوال ، ډاکتره زیبا پکتیاوال او انجنیره کبرا پکتیاوال تریندې ، مسیح الله ابراهیم خیل اوښی ، دیپلوم انجنیر نعمت الله روشان او ډاکترمیر عالم بقا د تریندو خاوندان .
د ځوانیمرګ پرویز ګل پکتیاوال د شهادت له امله ، چې جنازه یې تر دې دمخه په سیدني کې خاورو ته سپارل شوې ده ، دوستانو ته خبر ورکوي چې : د ارواښاد د نارینه وو فاتحه د روانې میاشتې پر اتلسمه مه د یکشنبې پر ورځ ، د استرالیا د سیدني ښار، د بلک ټاون ښارګوټي د حضرت عثمان رض په جومات کې ، د ورځې له یوې بجې نه ، د مازیګر تر درې بجو پورې او د ښځو فاتحه پر همدې ورځ او وخت د بلک ټاون ښار ګوټي د افغانانو د ټولنې په هال یا سالون کې اخیستل کیږي.
د لا نورو مالوماتو له پاره ، له لاندې تیلیفون شمیرو سره تماس نیولای شې :
پوهنمل ډاکتر ستارګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۴۱۶۱۴۴۰
انجنیر حبیب ګل پکتیاوال : ۰۰۶۱۴۳۳۹۰۸۱۳۳
ډاکتر نذیرګل داور : ۰۰۶۱۴۱۲۸۳۲۱۵۵\\۰۰۶۱۴۰۲۷۷۶۸۱۹