د پښتو د ستر فکلوریسټ ارواښاد محمد ګل نوري کلتوري مرکز غړي په دې ویاړي چي پښتنو ته د خپلو خدمتونو په لړ کي دا ځل د یو بل ستر خدمت په تر سره کولو بریالي کیږي.
ټوله هغه پښتانه محصلین چي غواړي په کابل کي په شخصي پوهنتونو کي زده کړي وکړي او یا دولتي پوهنتونو ته نه وي بریالي سوي خبر ورکول کیږي چي د استاد نوري کلتوري مرکز اداره له دوی سره له پنځوس څخه تر اتیا فیصده فیس په تخفیف کي مرسته کوي او هغه محصلین چي دغو پوهنتونو ته په ښو نمرو بریالي سي د وړیا زده کړو زمینه ورته برابریږي یا ؛سکالرشپ؛ ورکول کیږي.
د استاد نوري کلتوري مرکز له خوا په کابل کي د اوسیدونکو هغو کندهاري محصلینو لپاره چي په کابل کي په مختلفو پوهنتونو کي زده کړي کوي او یا یې خیال لري او د لیلیې اسانتیا نه لري خبر ورکوي چي که چیري د اوسېدو ځای نه لري د استاد نوري کلتوري مرکز دوی ته د اوسېدلو لپار ځای برابروي.
د معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو په تماس کي سي.
0700318493
0700387815
برېښنالیکونه:
Aracozia@yahoo.com
hamdamstury@yahoo.com.au
په درنښت
د پښتو د ستر فکلوریسټ ارواښاد محمد ګل نوري کلتوري مرکز اداره