مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخپلواکي په وياړ دخواخوږی دادبي اوکلتوري ټولني پيغام

الحاج غرزي خواخوږی

د خپلواکي د ٩١ کليزي په وياړ د خواخوږی د ادبي او کلتوري ټولني پيغام

نيټه: ٢٧\٥\١٣٨٩ -  ١٨\٨\٢٠١٠

آزاد پيــــدا يــــــو پـــــه هـــــيڅ وخـــت کــــــې اسارت نه منو
ســـــــــــــــــر او مــــــــــــال دواړه جـــــارؤ ژوند د ذلــــــــت نه منو
مـــــــــوږ خپــــلي ويــــني تــــــويـــوؤ د ننګ ناموس په لارکې
پرپت مو مرګ هر آن دي خوښ، خو پست همت نه منو
استاد "خواخوږی"

د هر څه مخکي د انګريزانو څخه د هېواد د خپلواکي د ترلاسه کولو ٩١ کليزه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړو لخوا ګرانو هېوادوالو ته د وطن دننه او د نړي په ګوټ ګوټ کې مبارکي وايو.
د اتلسمي پيړي په پاي او نولسمي پيړي په پيل کې انګريزانو د سوند او انرژي موادو ترلاسه کولو په پلمه د هند نيمي وچي سيمه تر خپلي ولکي لاندي کړي او بيا ېي پر افغانستان هم يرغل وکړ چي افغان بيوزلي ولس د خپلي اسلامي جذبي او ملي احساساتو له مخي د دريو لويو جګړو سره مخامخ او د نړي لوي ښکيلاکګرو ته چي په توپ او د هغه وخت په مدرن وسلو سمبال وه ماته ورکړل او د لوي برطانيي ستره امپراطوري ېي د نړيدو سره مخامخ کړه.
د برطانيي د (١٨٧٩) کال د باندنيو چارو وزير لارد ليټن هغه خبره چي په هند کې و خپل وايسراي ته ليکي وه چي: "له دي وروسته افغانستان د يوه هېواد په توګه موجوديت نسي لرلي...د انګليسي قواوو لخوا پر افغانستان پوځي پرغل بايد دومره دوام وکړي چي افغان ملت د انګليس اطاعت سره عادت پيدا کړي او د انګريزي امپراتوري په زور پوه سي."، په اوبو کې لاهوسوه.
لارد ليټن په دي نه پوهيدي چي يو مظلوم ملت په وږي نس، تش لاسونو او لڅو پښو د لوړ همت او غيرت لرونکي او په اسلامي او ملي غرور سمبال هيڅ کله د مرئيتوب ژوند ته غاړه نده ايښي او نه ئي ايږدي.
په (١٩١٩) کال کې د هېواد ستر اتل اعلحضرت غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکې رسماً اعلان او بيا د انګريزانو لخوا په رسميت وپيژندل سوه خو ښکيلاکګر د هغه ورځي څخه لا تر اوسته په آرامه ندي ناست، کله د روس ښکيلاک او کله د نړيوال تروريزم او ګاونډيانو لخوا په مختلفو نومونو او رنګونو د آزاد افغانانو په پاکي خاوري تيري سوي چي په اسلام او وطن مينو غازي مجاهدينو لخوا ورته خوله ماتونکي ځوابونه ورکړل سوي دي او په دغه وروستي لسيزه کې د تروريزم او ترهګرو سره د مبارزي لپاره د نيمي نړي هېوادونو پوځيان بيا افغانستان ته راغلي، د دي پر ځاي چي د تروريستانو اصلي پټنځايونو او ځالو ته ولاړ سي زموږ د بي دفاع او غم ځپلي افغانانو په وژلو بوخت دي او د ځينو بهرنيو سياست والو لا تمه دا ده چي زموږ ګران هېواد افغانستان وويشي "تجزيه کړي" خو ارواښاد استاد بينوا څه ښه ويلي دي:

څــــو چـــي پــاتــي يـــو افغــان وي – تــل بــه دا افغانستان وي
تل د وي افغان ملت – تل دي وي افغان ملت ملي وحدت
هو!
ښکيلاکګر چي په هري پلمي او هيلي دغي پاکي خاوري ته راغلي دي بايد پوه سي چي د اتلسمي پيړي د لاردليټن او شلمي پيړي د بريژنيف غوندي د دوي خوبونه به هم لاهو سي. افغانان د هري پيښي په مخ کې يو دي او په ملي يووالي سره د بهرنيانو په مقابله کې ګډون کوي.
په وطن مينو افغانانو!
ښکيلاکګرو تل مدام د افغان ملت تر منځ د بي اتفاقي او تاوتريخوالي تخم کرلي دي خو ويښ افغانان بايد پوه سي چي زموږ شتون او بقا په ملي يووالي کې ده.
که تــه واي چي زه يـم، زه وايم چي زه يم - نه به ته ېي نه به زه يم
که ته واي چي ته ېي، زه وايم چي ته ېي – هم به زه يم هم به ته ېي

ګرانو هېوادوالو!
د تاريخ د دغه نازکو شيبو په دَرکولو سره بايد خپل ملي يووالي او هم ږغي ټينګه کړو، د خپلو نيکونو په شان خپله پاکه خاوره د ښکيلاکګرو څخه وساتو او مظلوم ولس د بي ځايه وژنو څخه وژغورو.
د ملي ولسواکي، خپلواکي او ملي يووالي د ساتني په هيله.

تل دي وي خپلواکي اوملي يووالي

د ټولني مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery