مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له محمدنعيم افغان سره خواخوږي اوډاډ ګېرنه!

ناځوانه مرګه دومره خومې پوه کړه په دې رازچې
داهروختي زموږدسرسړي په کومه وړې
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېواد ځوان شاعر، ليکوال اوژورنالست،په هرات ولايت کې دسپينې ادې دادبي اوکاتوري ټولنې مرستيال اودهريرود مجلې مسوول چلوونکي محمدنعيم افغان والدصيب له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.

انالله وانا اليه راجعون
ارواښاددژوندتر وروستۍ شېبې پورې دخپلوخلکوپه خدمت کې پاتې شوی او دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،نن جمعه دمبارکې جمعې دمياشتې پرلسمه دڅلورنوي کلونوپه عمردکوټې دچمن .په ښارکې ماذديګردڅلوروبجوپه شاوخواکې ځان حق ته سپارلی دی.

ښاغلی افغان صيب!!!
زه په داسې حال کې چې په دغه سترويرکې ځان درسره خوږمن او دردمن احساسوم، مرحوم والدصيب ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت اوتاسواودرنې کورنۍ ته مودجميل صبرغوښتنه اوددعالاس لپه کوم. 

داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
په خواخوږۍ
ورورموانجينيرهمت الله امين زى

دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام
څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي

په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېواد ځوان شاعر، ليکوال اوژورنالست،په هرات ولايت کې دسپينې ادې دادبي اوکاتوري ټولنې مرستيال اودهريرود مجلې مسوول چلوونکي محمدنعيم افغان والدصيب له  فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.

انالله وانا اليه راجعون
ارواښاددژوندتر وروستۍ شېبې پورې دخپلوخلکوپه خدمت کې پاتې شوی او دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،نن جمعه دمبارکې جمعې دمياشتې پرلسمه دڅلورنوي کلونوپه عمردکوټې دچمن .په ښارکې ماذديګردڅلوروبجوپه شاوخواکې ځان حق ته سپارلی دی.
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ښاغلي افغان او ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

په خواخوږۍ

انجينيرهمت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery