مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خوا خوږی پیغام

غلام محمد زرمتی


 په ډیره خواشینی سره می خبر تر لاسه کړ چی په هیواد مین نامتو لیکوال اوپیاوړی مبارز ارواښاد الحاج غلام الحی الدین زرملوال له دی فانی نړی نه سترگی پټی کړی اوپه ابدی خوب بیده سو. ارواښاد د وطن او خلکو یو صادق خدمتگار و چی  خپل ټول عمر ئی د خلکو په خدمت کی تیر کړی و. په کلی ، ولسوالی ولایت او په ټول افغانستان کی په خلکو گران و او خلکو به ورته په درنه سترگه کتل د نوموړی حجره به تل په خلکو ډکه وه او خلک به ئی لیدو ته ورتلل هغه د ټولنی د هر قشر سره رابطه درلوده  ځوانان او سپین گیری به ټول دده مجلس ته ورتلل او ټولو به دده دخبرو څخه خوند اخیست . ما هیڅکله د هغه تریو تندی نه وه لیدلی او ډیر ځله به ئی په خبرو کی ټوکی هم کولی. هغه سره له دی چی ټول ژوند ئی په کابل او خارج کی تیر کړی و خوکله به چی د کلیوالی خلکو سره کښیناست نو داسی خبری به ئی کولی چی گویا بیخی دکلی سړی ده.

 د ارواښاد زرملوال سوانح په ویب پاڼو کی موجود دی اومحترم حبیب الله غمخور چی ما یو ځل په سویډن کی لیدلی ده دوباره په همدی ویب پانه کی لیکلی دی نو  زه نه غواړم هغه په تکرار ولیکم خو داویل غواړم چی هغه په رښتیا هم په وطن مین و او د وطن د ابادی او نیکمرغی سره ئی ډیره مینه لرله. هغه هیخکله هم د مقام او چوکی په خاطر له چا سره معامله نه وه کړی او نه ئی کوله هغه به تل پاکی او دحقیقت نه ډکی سپینی خبری کولی او همدا سپینی خبری وی چه هغه د خلکو په زړونو کی ځای نیولای و د فیوډالانو ، ظالمانو، او وطن فروشانو سره سخت مخالف و او دپښتنو د ستر قام د روا حقونو غوښتونکی و.

ارواښاد زرملوال د دموکراسی په لسیزه کی دوه که دری ځله د زرمت له ولسوالی خخه ولسی چرگی ته کاندید شو خو هر ځل د وخت حاکمانو او ارتجاعی کړیو د هغه د بریالیتوب مخه ونیوله او پری ئی نشود چه هغه ولسی چرگی ته لاره پیدا کړی  .

 ارواښاد زرملوال لکه چی ما مخکی وویل یو داسی پیاوړی سیاسی شخصیت و چی نه تنها په داخل د هیواد کی بلکی  د هیواد نه بهر په پښتنی قبایلی سیمو کی ئی هم ډیر دوستان او مینان درلودل هغه د پښتنو او بلوڅو د روا حقونو څخه ئی په کلکه دفاع کوله.
دا چی اوس نو زرملوال صاحب د موږ نه جدا سوی او دا وران ویجاړ افغانستان ئی موږ پری ایشی ده ترڅو د هغه پالنه او ساتنه و کړو نو دلته زه لومړی د کائیناتو د لوی څښتن څخه زرملوال صاحب ته بښنه غواړم خدای پاک د جنت الفردوس نصیب کړی او کورنی ته ئی دجمیل صبر غوښتنه کوم او دا ورته وایم چی زرملوال صاحب یوازی ستاسو د کورنی غړی نه و بلکه هغه د ټول افغانستان د لوی کورنی غړی و. موږ ټول د هغه په غم کی ځانونه ستاسو سره شریک بولو او دافغانستان په لر او بر کی ډیری کورنی د هغه  ویر او ماتم گالی.
یو ځل بیا ارواښاد الحاج زرملوال صاحب ته د لوی خدای له در بار نه جنتونه غواړم او دهغه دوستانو ته د صبر غو ښتنه کوم.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery