دګودر مجلې همکاري اغلي مينه غريب ته دوه ورځي مخکي د هالنډ د اسن په ښار کي د سلام کلتوري ټولني له خوا د هغې د کلتوري هڅو په خاطر د افغانستان د ملي موزيم د ريس په وياړ غونډه کي د ښاغلي عمراخان مسعودي په لاس د پښتني دود سره سم پوړنی او ستاينليک ډالۍ شو . اغلي ميني غريب د ملي موزيم ريس ښاغلي مسعودي ته د مبارکۍ پيغام ولوست ، چي د غونډي د برخه والو له خوا يې په تودو احساساتو هرکلی وشو ، بېنوا ويبپاڼه د دې قدرمني پښتنې خور پيغام تاسو درنو لوستونکو ته په هغو ټکو چي هغې لوستی ، وړاندي کوي .
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو مشرانو، گرانو خویندو او وروڼو اسلام علیکم
تر ټولو د مخه غواړم خپل گران مشر د افغان ملي موزیم ریس ښاغلی مسعودي صاحب ته د پرنس کلاوس د جایزې د گټلو مبارکي ووایم.
زه ډیره ویاړم چي د خپلو ناستو مشرانو په ا جازه دلته ولاړه یم او دا څو ټکي خبری کوم.
دا ټول ستاسو مینه او محبت دی، که نه نو ما دغه لنډ پرون خپل پلار ته وویل چي ما خو کوم داسي غټ کار نه دی کړی چي ما ته د پوړنی راکړی شي . نو پلار مي ویل چي بچۍ دا مشران تا نازوي او دې ته دي هڅوي چي د خپل گران هیواد او گراني پښتو د پاره یو څه وکړې.
د یوې پښتنې د پاره د هغې پوړنی څه معنی لري، دا فقط یوه پښتنه احساسولی شي!.
بابرزی صاحب یی په خپل خواږه او زړه وړونکی شعر کی د شملو وطن گڼی.لکه چی وایي :
د شملو وطن ته راشه چی شملی درته په سر کړو
ته رڼا د ستورو راوړه موږ به وینی د زړه درکړو
خو د هیرولو باید نه وي چي د وخت شمله ور د پوړني تر سیوری لاندي غوړیدلي، روزل شوي او اتلان شوي دي.
درنو مشرانو د شملوله وطنه لري تاسو ماته دا پوړنی را پرسر کړ او ډیره مینه مو راوبخښله، او مسؤلیتونه هم ورسره . نو زه به خپله پوره هڅه کوم چي ددې پور ادا کړای شم.
ستاسو د میني او لاس راکښلو تر څنگ دا غواړم یاده کړم چي دا ټولي زما د مور او پلار هڅي وې او دي چي موږ یې مسلمان او پښتانه ساتلي یو..موږ ته یې داسي یو کورنی ماحول جوړ کړی چي موږ په کي خپل سپیڅلی دین، گران هیواد او لکه مور داسي گرانه پښتو د پردیو هیوادونو د رنگارنگ څراغونو په غولوونکې رڼا کي هیر نکړو.
که نه نو زه ډیره د کم عمر وم چي موږ د گران افغانستان پریښودو ته مجبور شولو او ما په پردو هیوادو کي ډول ډول ژبو زده کړي وکړې،تر څو چي مي په آلمان کي سږکال دیارلسم ټواگي خلاص کړ او اوس دی ته انتظار یم چي په پوهنتون کي د حقوقو پوهنځي پیل کړم او ستاسو په مینه او دعا د خپلو خلکو، هیواد او ژبي پوره چوپړ ته ځان چمتو کړم.
په درناوي
ستاسو کشره مینه »غریب«