مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-31   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ننګرهاري خبريالانو سره د کندهاري خبريالانو خواخوږي

احمد لودين : کندهار

دا چي تيره ورځ د ننګرهار په ښار جلال اباد کي شاهي قصر ته څيرمه د موټر بم چاودنه وسوه او په ترڅ کي يي د لالپورو ولسوال سيدمحمد پهلوان ووژل سو او کله چي خبريالان د پيښي څخه  د رپوټ چمتو  کولو دپاره ورغلل پوليسو ډير سخت او ناوړه چلند ور سره کړي او ډبولي يي دي .
دا ناوړه چلند د ننګرهار کليد راډيو د خبريال او د اريانا تلويزيون خبريال سره سوي چي د کليد راډيو خبريال او موټر چلوونکي پوليسو ډبولي وه او د اريانا تلويزيون خبريال ته يي سپکي سپوري ويلي وي .
په کندهار کي د سهيلي حوزي په کچه ميشت خبريالان د ننګرهار د خبريالانو سره سوى چلند په کلکو ټکو کي غندي او دا د بيان پر ازادۍ بريد بولي .
موږ ټول خبريالان د دوي په وهلو او سپکولو سخت خواشيني يو او د دي سپکاوي ازادو رسنيو او ټولو خبريلانو ته سپکاوى دى .
دا چي افغان دولت وايي چي د بيان ازادۍ ته يي حق ور کړي دي نو دا يي حق دى چي خبريالانو وهي او بي عزته کوي يي  .
نه يوازي دا چي اوس د دي خبريالانو سره داسي وسوه مخکي له دي هم په کندهار ، ننګرهار ، مرکز کابل .او نورو ولايتونو دا ډول چلندونه ور سره سوي حتي وژل سوي هم دي .
ددي ټولو مسووليت د افغان چارواکو په غاړه دى .
موږ د کورنيو چارو د وزير ، او د اولس مشر د وياند وحيد عمر څخه هيله کوو چي په جلال اباد کي د پرونۍ پيښي او نور هغه کسان دي قانون ته وسپاري کوم چي خبريالان تهديدوي او يا يي ډبوي .
د ننګرهار خبريالانو !  موږ د لوي کندهار خبريالان ستاسو سره په هر ډول ناوړه چلند ، ګواښ او تهديد خواشيني يو او ستاسو سره د خپل ګډ مسلک له مخي هر ډول ناوړه چلند او منفي وضيعت په کلکو ټکو غندو .
په درنښت
په کندهار کي د پريس کلب ( د خبريالانو د ګډ کور ) مشر
او د اشنا راډيو خبريال فضل الرحمن
 او په کندهار کي د بينوا ويب پاڼي اداره

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery