د ارزګان ژورنالستان د جلال اباد د خبريالانو وهل ډير سخت غندي.
دارزګان ټول ژورنالستان په ننګرهار ولايت کي د تيري ورځي دژورنالستانو وهل او هغوي ته بد ويل غندي او داکار يو ډير بد عمل بولي وايي چي په دي سره دبيان ازادي ته سخت ګوزار او دبيان د ازادي مخه نيول دي.
افغان دولت خپله يوه کاميابي د بيان ازادي بولي چي د افغانستان خلکو ته يي ورکړي او په دي سره وياړي خو دژورنالستانو وهل او ژورنالستانو ته بد وويل ددي په معني دي چي افغان دولت دبيان د ازادي يوازي نوم اخلي او په عمل کي څه نه لر ي څوځله دافغان دولت له خو يوازي غريب اوبي سياسته افغان ژورنالستان وهل سوي بد ورته ويل سوي او حتي ده مرګ تر کندو رسيدلي دي.
دارزګان ژورنالستان دجلال اباد دژورنالستانو په وهلو سخت خواشيني دي ددولت داکار ډيربد غندي او له دولت څخه غواړي چي داکار هر چاکړي بايد ونيول سي اوديوبل جنايت کارپه څير د قانون منګولوته راکش کړل سي.
دارزګان ژورنالستان دجلال اباد دژورنالستانو په وهلو سخت خواشني دي او خپل دزړه خواخوږي ورته وړاندي کوي.
په درنښت د اروزګان ولايت خبريالان