مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني دخوا خوږۍ پيغام !

حبيب الله غمخور - سويډن

 

په ډېرخواشينۍ  سره مو خبر ترلاسه کړ چې دبينوا فرهنگي ټولني يوله بنسټ ايښوونکوزلمو څخه ځوان شاعراوليکوال ډاکتر محمد اسماعيل احسان او له هغه سره ورسره څلورنورملگري يې وطن اوافغان ولس ته د انساني چوپړ ددښمنانو لخوا ناځوان مردانه د تروريستي بريد په نتيجه کښي په شهادت رسيدلي دي .

انا الله وان اليه راجعون

ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کي چي دوطن ددښمنانو او دهغوي دبهرنيو بادارانو داشان انسان دښمنه ترهگريو ته دنفرت په سترگه گوري ،دبينوا فرهنگي ټولني مشرتابه ،ټولو غړو، دارواښاد ډاکترمحمد اسماعيل احسان ، دهغه سره ور سره شهيدوملگروکورنيو ټولوغړو ، دوستانو او علاقمندانو سره  په دغه غم گينه پېښه کي خپل ځانونه  شريک بولو ؛ ټولو ته دلوي څښتن تعلا له دربار نه د صبر او پراخي حوصلې غوښتنه کوو.

ددوستۍ فرهنگي ټولنه پدې ورستيو شپو او ورځو کي دبهرنيو په لمسون او ملاتړ زموږ دهيواد په ښارو او کليو کښي دځان مرگو بريدو څخه نيولې هر ډول ترهگرۍ ته دنفرت په سترگه گوري .و ټولو پتمنو او پياوړو هيواد والوته وړانديز کوي چې نور دبيگانه و په لمسون په يوه او بل نامه پخپل هيواد کي دبيگناه انسانانو ژلو څخه نفرت وکړۍ ، او پرې نږدۍ چي دپرديو دگټو دتر سره کولو په خاطر د شهيد ډاکتر محمد اسماعيل احسان په څير زلمي ځواني مرگ او دژوند گلان يې مړاوی سي .

موږ يو ځل بيا دهيواد ټولو هغو ميندوته دخداي له دربار نه دجميل صبر غوښتونکي يو کوم چي دروژې په دغه مبارکه مياشت کي چي دطاعت او عبادت ورځي دي  خپلوان  يې دترهگرو دوحشيگريو په پايله کي  قرباني سوي او دشهادت جام يي پر سر پورته کړۍ دۍ . الله دې ټول وبښي

 

ددوستۍ دمشرتابه جرگې په استا زيتوب

حبيبالله  غمخور

2005.10.14

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery