مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-07   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د افغان ژورنالست د وژني په اړه د کندهاري خبريالانو د خواشينى پيغام

لودين

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي  په پلازمينه کابل کي يو تن افغان ژورنالست او د افغانستان د ملي تلويزيون خبريال سيد حامد نوري په ډيره بي رحمۍ د نامعلومو کسانو او نامعلوم علت له مخي په شهادت رسيدلى دى .
موږ د کندهار او سهيلي حوزي په کچه په کندهار کي ميشت خبريالان د شهيد نوري وژنه په سختو ټکو غندو او دا کار چي هر چا کړى دى  پر ژورناليزم ، مطبوعاتو او انساني کرامت باندي بريد او ښکاره ظلم دى . د کندهار پريس کلب ټول خبريالان د شهيد نوري په شهادت سخت خواشيني دي او  دا کار په افغانه ميډيا کي يوه لويه ضايعه بولو .
موږ د دولت څخه په ټينګه غوښتنه کوو چي د شهيد نوري د وژني په برخه کي جدي پلټني او دقيق تحقيقات وکړي څو عاملين يي په نښه او سخته سزا ورکړل سي
دولت ته نه ده په کار چي نور نو د خبريالانو په ساتنه او د هغوي په امنيت نيولو کي لاس تر زنه کښيني په ټول افغانستان ټولو خبريالانو يو ډول ګواښ موجود دى او دا دې ورځ تر بلي نور خطرات هم ور ته ډيريږي چي حتي وژل کيږي  هم خو څوک يي پوښتنه نه کوي .
موږ د لوي کندهار ټول خبريالان شهيد نوري ته  د فردوس جنت او د کورنۍ پاتي غړيو ته يي د جميل صبر غوښتنه کوو .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery