ټولو دوستانوته خبر ورکول کیږی چې دمحمد نعیم حقمل مور چې دکوچني اختر په دریمه ورځ په حق رسیدلې او جنازه يي په پلرنۍ هديره کې دوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې خاوروته سپارل شوې دفاتحې مراسم يې دچهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې دپنځمې حوزې اړوند دکويټيا نو په جومات کې دغرمې وروسته ديوې نيمې نه تردرې نيموبجوپورې اخيستل کيږي ټول دوستان دې خبر وي
يادونه : دښځوفاتحه هم په همدې ورځ (دچهارشنبې په ورځ ) دغرمې نه وروسته ديوې نيمې نه نيولې دغرمي تر دري نيمو بجو پورې دشهر نو دپارک په داخل دفاتحو په سالون کې اخیستل کيږی.
۰۷۸۷۰۰۳۶۰۸
۰۷۹۹۰۲۴۹۷۲
ښاغلي نعیم حقمل ته دخواخوږۍ پیغام :
تر خبریدو وروسته سخت خواشینی شوم چې دتکړه لیکوال ښاغلی محمد نعیم حقمل موربي بي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي ، زه دخپل لوري ښاغلي حقمل صیب ته دپراخ زغم او مورجاني ته یې دفردوس جنت هیله لرم،
په درنښت
محمد شفیق همدرد
دننګرهار کلید راډیو مسول مدیر