د افغان ملت ګوند په مشرۍ د ښاغلي انجنیر اجمل شمس
د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ پیغام
دافغان ټولنپال ولسواک ګوند(افغان ملت) د مشر په توګه د افغان کهول د مبارز او وتلي علمي شخصیت ښاغلي انجنير اجمل شمس د ټاکل کېدو له امله د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز او دلته په اروپا کې د یوشمېر روڼ اندو افغاني کډوالو له خوا د زړه له کومې مبارکۍ او د بختورتیا هیلې ډېر ګران ورور ښاغلي انجنیر صیب اجمل شمس ،د افغان ټولنپال ولسواک ګوند مبارزو غړو ،مینه والو او روڼ اندو ته وړاندې کوو.
موږ په دې باور یو چې ښاغلی اجمل شمس به د ارواښاد استاد شمس الهدا شمس او د هغه د دموکرات ګوند د ټولو سر سپارلو غړو ، هېوادپالونکي هوډونه تازه او د یو خپلواک ، پرمختللی ،سمسور او ودان افغانستان د جوړولو په لاره کې په لا ځواک او واک خپلې ژمنې په پوره بریالیتوب ترسره کړي .افغانستان په اوسنی وخت کې تر ټولو زیات د ټولو ملی- دموکراسۍ غوښتونکو اوهېوادپالونکو ځواکونو پیوستون ته اړتیا لري چې ټول په یو غږ د ګران افغانستان د ملي ، تاریخی او فرهنګی ارزښتونو په خوندي کولو سره د یو هوسا ، سرلوړي او بسیا ژوند پر لور خپلواک ګامونه واخلي .په دغه شان یو هوډ کې ستاسو د بریو په هیله
اجازه راکړئ د خپلو مبارکیو مراتب یو ځل بیا تازه کړو .
د (افغان ) د تاریخی کهول د لا برم په هیله
په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز په استازیتوب یوسف هېواددوست
د ( خپلواکۍ ) د خپرونې مسًول مدیر : فیضیه هوسا
کوپنهاګن - د ۲۰۰۵ /۱۰/۲۳