مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دډېورنډ جرګې په ملاتړ دبایرن مېشتو افغانانو اعلامیه

بسمیل


درنو هېوادوالو!
نن په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې غړو دبایرن آیالت  Landsberg لاندزبېرګ ښارګوټي  ته څېرمه غونډه وکړه که زموږ دنننۍ غونډې  ټول جریان تاسوته ولیکونوګړۍ ګړۍ وخت به  مو پرې ولږیږي ښه به وي چې  په لنډ ډول سره تاسو ته  دومره عرض کړو چې  زموږ په  هېواد بده ورځ  راغلې ده شېبې خورا حساسې او تاریخي دي  نو ځکه مونن وروسته له  اوږدو اوګرمو بحثونو څخه  په لاندې  ډول  یوه اعلامیه  صادره کړه :

۱ ــ  کوم خوځښت  چې  د ډیورنډ د جرګې په نوم پیل شوی  موږ  یې هر کلی کوو خدای (ج) دې  بریالی کړی  د دې خوځښت لمړنۍ غونډه به چې ممکین افغان مخورکسان  لکه  ډاکتر صاحب  رستار تره کی اوګڼ شمېر نور پکې ګډون وکړي  دنومبر په ۱۴ مه نېټه په لندن کې تر سره شي موږ دنوموړې غونډې له ګډونوالو څخه هیله کوو چې په لندن کې دانګرېزانودبهرنیو چارو وزارت مخ  ته  لاریون  وکړي او ورسره جوخت  نوموړي وزارت ته د ډېورنډ د ناولې کرښې په اړوندخپل احتجاج لیک وسپاري .

۲ــ موږ له افغان ولس سره  دحامدکرزي  جفا او دوکه بازي  په  خپل  ټول  زور او افغانیت  سره محکوموواو ژر تر ژره له  غلیم هېواد ایران سره دسفارتي  اړیکو شلول غواړو.

۳ــ له پښتنووزیرانواوتش په نامه لوړ پوړودولتي  پښتون چارواکوڅخه  په کلکه غوښتنه کووچې دافغان ولس د غمېزې  دلنډون  او خپل حیثیت دبیا ترلاسه کولو په  خاطر د کرزي له ناولې او شرمېدلې ادارې څخه  را ووزي  او که نه  سبا ورځ به  دسپیناوي حق ونه لري .

۴ــ موږ دکندهار عملیات  په کلکه غندو او قربانیانو ته یې درسېدلي مادي اوبشري زیان  پوره جبران غواړو .

۵ــ موږ دسپینې ماڼۍ له واکمنانو څخه غوښتنه کوو چې دنړیوالوقوانینو رعایت وکړي، نور دې  دانګرېزانو په لمسون  دالقاعده په  پلمه لر اوبر پښتانه نه ځپي که امریکایان  دبري تمه لري  نوهغه خاښ دې نه غوڅوي په کوم چې ناست دي مانادافغانستان  ډېره کی توکم دې له نظره نه غورځوي که نه هر څه به یې په سیندلاهو شي .

۶ ــ  موږ له وسلوال مقاومت  څخه  هیله کووچې خپلې لیکې له  غلیم څخه پاکې اود ګران  هېواددخلاصون لپاره
سیاسي مبارزې  ته مټې  را ونغاړي په دې اړونددافغانستان دژغورنې جرګې له هغې اعلامې څخه ملاتړ کووپه کومه کې یې چې اسلامي حزب او طالبان سیاسي مبارزې ته هڅولي دي .

درۍ اړینې یـــادونې :
ــ  موږبایرن  مېشتو افغانانو د ډېورنډ کرغېړنه کرښه  تل محکومه کړې او د دې  ناولې کرښې  په سر  مو د جنرال مشرف  داغزن  سیم  وړاندیز لا هغه وخت غندلی و کله چې جنرال  مشرف  دامنیت نړیوال کنفرانس  لپاره مونشن  ښار ته  له  دې  کرغېړن  وړاندیز سره  راغلی و هغه  داوړاندیز  دکنفرانس ګډونوالو او په ځانګړي  ډول  د جرمني   صدراعظمې  اغلې مېرکل ته وړاندې کړموږ هم  خپل غبرګون وښود دکنفرانس مخې  ته  مولاریون  وکړ او د دې تر څنګ  مواغلې مېرکل ته د کنفرانس  په جریان  کې یو رسمي احتجاج  لیک  هم  ورولېږه  چې  اوس  یې هم  یوه  کاپي په لاس لرو هلته  مو لیکلي  وچې موږ  دډېورنډ جعلي کرښه نه منو موږ هم دلویدیځ او ختیځ  المان  په ډول خپل یوالی غواړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery