د ارواښاد رسول پښتون د مړيني په هکله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه:٢١-٨-١٣٨٩/١٢-١١-٢٠١٠
کابل - افغانستان
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد سياسي او ټولنيز شخصيت، د غور او نيمروز پخواني والي ښاغلي عبدالرسول پښتون له ور پيښي سوي ناروغي له کبله په آستراليا کې د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد پښتون د لوړو تحصيلاتو خاوند او ملي شخصيت، په هېواد کې د ولس د ويښتابه په خاطر د ويښ ځلميانو د غورځنګ او د شهيد ميوندوال تر مشري لاندي د مترقي ديموکرات فعال غړي وو.
ارواښاد پښتون تل د يو رښتني ولسپال خدمتګار په توګه د هلمند د پراختيا په پروژو، په ننګرهار، نيمروز، غور او نورو ولاياتو کې په صداقت او ايمان داري چاري تر سره کړي وي خو د هېواد د ناخوالو او غميزو له کبله وطن پريښيدلو ته اړ سو او د هجرت په مهال کې هم د افغانستان د ملي يووالي او پخلايني لپاره تل هلي ځلي کولي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي د ارواښاد پښتون مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، محترمي کورنۍ او دوستانو ته ېي جميل صبر غواړي.
په درنښت،
د ټولني مشر