جنت کوټ نوی پښتو ناول
---------------------------
جنت کوټ دوږمه سبا عامر ناول دی چې اوس یې تاسو په کابل ، پېښور ، کویټه او د لرې او برې پښتونخوا په لویو کتاب پلورنځیو کې ترلاسه کولی شﺉ.وږمې سبا تردې وړاندې د ( بنګړیواله ) په نوم یوبل ناول ولس ته وړاندې کړی چې خلکو ډیر زیات خوښ کړی او داځل هم لیکواله تمه لري چې مینه وال به یې ( جنت کوټ )هم په مینه ولولي او بدرګه یې کړي.
جنت کوټ په کابل کې خپور شوی خو په خپله لمن کې د وزیرستان کیسه رانغاړي چیرته چې دوه مینان په جنګي ماحول کې د مینې ټپه پورته کوي.لیکواله هڅه کوي خلکو ته وښايي چې مینه د چړو او تورو تر سیوري لاندې هم کیدای شي.
د جنت کوټ کردارونه ژوندي کردارونه معلومیږي او د ډیرو په اړه د لوستلو نه پس سړی په دې فکر کولو مجبوریږي چې دا کس خو زه پیژنم ، خو داچې د هرکردار په ناول کې څه رول دی ؟ دا پر لوستونکو که برېښودل شي نو ښه به وي.
جنت کوټ د یو افغان لیکوالې په قلم لیکل شوی یو داسې ناول دی چې د ځان مرګو بریدکونکو، د هغوی د استاذانو او د هغوی د خپلوانو سره ستاسو ملاقات کوي او دا قضاوت پر تاسو پریږدي چې کوم لوری ملامته دی؟ ګنا د چا ده ؟ او ګټه او تاوان یې چاته رسیږي؟
ناول په روانه او خوږه ژبه لیکل شوی او سړی د یو فلم په څیر له ځانه سره بیايي، په ناول کې د مینې ډیرې خوږې شیبې هم انځور شوي دي چې د ناول اهمیت نور هم زیاتوي.
دا ناول د پښتو د یو شمیر هغو ناولونو څخه دی چې که نړیوالو ژبو ته وژباړل شي نو ښايي نړیوالو لوستونکو او کره کتونکو ته به هم وښايي چې ښه ادب زمونږ په ټولنه کې هم تخلیقیږي، او پښتنې په دې لاره کې هم له چانه روسته پاتې نه دي.
دا ناول په دې ارزي چې نه یوازې پخپله ولوستل شي بلکه دوستانو ته هم په ور پیژندلو او ډالۍ کولو ارزي. تاسو یې لوستلو ته رابولم.