دافغانستان د كركټ د ملى ټيم د اتلولى په وياړ دمیرویس نیکه داسلامی اوکلتوری ټولنی(مونشن /جرمنی)
د مبارکي پيغام
د کرکټ د ملی لوبډلی د لوی وچی د جام یا د انټرکانټیننټال مسابقو د قهرمانی مبارکی اتل ملی ټیم ته او ټولو هیواد والو ته په هیواد کی دننه اوله هیواده بهر وایو . اتلو اوویاړلو قهرمانانو یو ځل بیا دلوی افغانستان ملی بیرغ په ټوله نړۍ کی ورپاوه اوداصیلو افغانانو شمله یی وچته کړه اونړیوالوته یی جوته کړه چه افغانان نه یواځی په توره کی قهرمانان دی، بلکی په نړیواله کچه په سپورت کی هم اتلان دی.
سرلوړی اوبریالی دوی دافغانستان د كركټ ملى ټيم او تل دوی لوی افغانستان
محمد ظفر( نیازئ)
-----------------------------------------------------------------
د زابل ولایتی شورای د ملی لوبډلی دقهرمانی د کټلو دمبارکی پیغام!
د زابل د ولایتی شورای په ننی خپره شوی خبر پاڼه کی راغلی دی چه د کرکټ د ملی لوبډلی د لوی وچی د جام یا د انټرکانټیننټال مسابقو د قهرمانی مبارکی ټولو هیواد والو، د افغانستان جمهور رییس او د کرکټ بورډ رهبری ته وایو.
په خبرپاڼه کی د زابل د ولایتی شورای د رییس ښاغلی غلام فاروق خان له قوله راغلی دی چه زمونږ اتلانو د پخوا په شان خپله قهرمانی وښودله او دا ټولو هیواد والو ته ډیر دخوشحالی ځای ده چه زمونږ دملی لوبډلی اتلانو په آسیای لوبو کی هم و ډیر قوی لوبډلو ته په مات ورکولو سره نن بیا د افغانستان ملی بیرغ په ټوله نړلی کی ورپاوه. او پر دولت او پرافغانو یی ږغ وکړ تر څو د راستنیدلو پر وخت زمونږ ملی اتلان په ښه ډول استقبال کړی.
-------------------------------------------------
دافغانستان د كركټ د ملى ټيم د اتلولى په وياړ د خواخوږى ادبي او كلتوري ټولني د مبارکي پيغام
نيټه: ١٤-٩-١٣٨٩ / ٥-١٢-٢٠١٠
د خواخوږى ادبي او كلتوري ټولنه په دي وياړي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلي د متحده عربو امارات د دبي په ښار کې بي ساري بري لاس ته راوړ چې په نتيجه کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لويو وچو د جام يا انټرکانټيننټل د سيالۍ اتل او د افغان غيور ملت شمله ېي يو ځل بيا لوړه کړه.
له همدې امله د خواخوږی ادبي او كلتوري ټولنې ټول غړي ددغه برياپه مناسبت ټول هېوادوالو ته مباركي وايي او له اړوندو چارواكيو څخه غوښتنه كوي، چې ددغې لوبډلې په پياوړتيا كې پريمانه هڅې وكړي او د ملي لوبډلي ځوانان وستايي، چې په راتلونكي نړيوال ډګر کې لا ډېر ي برياوې ترلاسه كړي.
د هېواد د کرکټ ملي اتلي لوبډلي د لا سر لوړۍ په هيله
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر