مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نــــــــــــــــــوي کــــــــــال پيغــــــــــــــام

مفتي احسان الله


بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالى فرمايلي دي: إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآياتٍ لأولِي الأَلْبَابِ[آل عمران/190]
او په بل ځاى کي الله پاک فرمايي: إِنَّ فِي اخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ والأرض لآياتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ[يونس/6]
او دا شان په يو بل ځاى کي فرمايي: يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لأولِي الأبْصَارِ [النور/44]

په دې اياتونو کي الله پاک د هغه علامو يادونه کړي ده چي پر کمال د علم او قدرت او پر حکمت او رحمت د ده دلالت کوي، د دې له جملي څخه د شپو او ورځو بدلو را بدلون دى چي يوه په بله پسې راځي او کله يوه تر بلي اوژده يا لنډه وي او کله يخه او يا ګرمه وي او کله درميانه وي يقينا د زمکي پر مخ چي څونه د الله مخلوق اوسيږي په دې تغير کي يي ګټي او فايدي سته، او دا ټول د الله پاک ستر نعمت او پر خپل مخلوق باندي رحم دى، په دې تغير يوازي هغه څوک پوهيږي چي الله پاک سالم عقل ورکړى وي او شپو او ورځو او لمر او سپږمى د پيدا کېدو په حکمت پوهيږي.

الله تعالى شپي او ورځي د عملونو صندوقونه ګرزولي دي، او د اجلونو د وخت د را رسېدا مرحلي يي ګرزولي دي کله چي نن يو مړ سبا هغه بل پسي روان وي، په دې کي د الله لوى حکمت دا دى چي نيک خلک و ښو عملونو ته او ورنګارنګه عباداتو ته متوجه کړي له چا چي خپله وظيفه د شپي له مخي پاته سوي وي هغه يي په ورځ کي راوګرزوي او له چا چي د ورځي له مخي پاته سوي وي هغه يي د شپي له مخي را ګرزوي لکه الله پاک چي فرمايي: وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُوراً[الفرقان/62].

د مومن مسلمان لپاره مناسبه ده چي د شپو او ورځو د تېرېدا څخه عبرة واخلي، ځکه دا شپي او ورځي دي چي هر نوى زړوي، او هر لري نيږدي کوي، او د عمر له وني څخه د خزان د باد په شان پاڼي راتويه وي، او دا شپي او ورځي دي چي کوچنيان سپينږري کوي، او مشران نيستي کوي، او هره ورځ چي پر انسان تيريږي له دنيا څخه يي لري کوي او و اخرت ته يي نيږدي کوي.

يقينا نيکمرغه او نيک بخته هغه څوک دى چي د خپل ځان محاسبه تر دې وړاندي وکړي چي له ده سره حاسب کيږي او د خپل عمر په تېرېدا کي فکر وکړي او له خپل وخت څخه داسي فايده واخلي چي د ده په دنيا او په اخرت کي ګټه وي، او چي څوک له خپل ځان څخه غافله سي نو بس وختونه به يي تېرېږي او افسوسونه به يي زياتېږي.

موږ په دې شپو ورځو کي يو تېرېدونکي کال ته مخه ښه وايو، او يو نوي اسلامي کال ته ښه راغلاست وايو، نو مناسب دا دى چي موږ د خپلو ځانو محاسبه وکړو، چا چي څه نمګړتياوي درلودلي وي پر هغه توبه وکاږو او له چا چي د خير کوم عمل تېر سوى وي په آينده کي د هغه خيال وساتو، او که چا پر خپل ځان ظلم کړى وي چي الله پاک له کومو شيانو څخه منعه کړى و هغه يي کړي وي نو هغه لره پکار دى چي تر خپل آجل د را رسېدو څخه وړاند توبه وکاږي، او پر چا چي الله پر سمه لاره د تلو نعمت کړى وي هغه دي د الله حمدت او ثنا ووايي او پر دې دي تر مرګه د الله څخه د تللو سوال وکړي.

دا حساب کول تر دې ورځو شپو پوري نه دي تړلي بلکې ضروري دا دى چي انسان د خپلو اعمال محاسبه په هر وخت کي وکړي، چا چي د خپل ځان سره محاسبه وکړله نو د هغه کارونه او عملونه به برابر چليږي او چا چي له دې محاسبي څخه ځان بي خبره کړى نو احوال به يي خراب او اعمال به يي ناسم وي.

خو د ډير تاسف ځاى دا دى چي ډير خلک هميشه چي کال را نوى کيږي له خپل ځان سره محاسبه کوي او خپل نفس ته ټينګي ټينګي وعدي ورکوي چي سم کارونه به کوي او د خپل عمل اصلاح به کوي، او بيا يوه شپه په بله پسي تېرېږي او يوه مياشت په بله پسي ځي او کال ختميږي خو د ده احوال لاهم نه وي سم سوي، په نيکو کارو کي يي زياتوالى نه وي راغلى او په خپلو ګناهو يي توبه نه وي کښلي خو دا يوازي د ناکامى او د افسوس خبره ده.

يا الله زموږ اخري عملونه نيک وګرزوي، او زموږ اخري عمرونه نيک وګرزوي، او زموږ په ورځو کي هغه ورځ ډيره نيکمرغه کړي چي له تاسره مو مولاقات کيږي، يا الله ته ستا په طاعت سره مسلمانان عزتمند کړي، او اي الله ستا په نافرماني سره يي مه رسوا کوي، يا الله زموږ دا کال او راتلونکي کلونه د ښه امن او د عزت او د اسلام او د مسلمانانو د عزت او دنصرت او دکاميابي وګرزوي، او الله پاکه ستا نعمتونه راته راکړي او پر هغو د شکر کولو توفيق راکړي.

له ځان سره د محاســــــــــــــــــــبي اسانه طريقه:
:
علامه ابن قيم رحمه الله د محاسبي لپاره ډيره اسانه لاره ښودلي ده چي فرمايي: له ځان سره حساب په څلور ډوله وکړئ.

اول: تر ټولو وړاندي دي په فرايضو شروع وکړي چي ما خپل فرضونه صحيح کړي دي او که مي څه کوتاهي کي کړي ده.

دويم: بيا دي په منکراتو شروع وکړي چي ما په ورځ کي کوم کوم منکرات کړي دي، کله چي ورته معلومه سي چي له ما څخه منکرات سوي دي نو توبه او استغفار دي وکاږي.

دريم: له خپل ځان سره دي پر غفلت محاسبه وکړي چي په تيره ورځ کي ما څونه غفلت کړى دى، کله چي ورته معلومه سي چي غفلت را څخه سوى دى نو د الله وخواته دي متوجه سي او د الله ذکر دي وکړي.

څلورم: له خپل ځان سره دي د اندامو پر حرکاتو، او د ژبي پر خبرو، او د پښو پر تللو، او د لاسو پر نيولو، او د سترګو پر کتلو، او د غوږو پر اورېدلو دي محاسبه وکړي.

الله دي له موږ سره اسانه حساب وکړي. آمين.

نه هـــــــــــــېرېدونکي غمـــــــــــــــــــيزه:

نن سبا مسلمانان ټول د هغه تاريخو اهتمام کوي چي غير اسلامي دي، د مسلمانانو لپاره الله پاک په خپله اسلامي تاريخ متعين کړى دى چي تر هغه د اسلام ستر ارکان تعلق لري لکه روژه حج زکوات اوداسي نور الله پاک دي مسلمانانو ته د هغه مخکنيو غيرت ورپه برخه کړي چي د حکمتونو په سيويه سره خپل اسلامي تاريخ خپل کړي. آمين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery