په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهیواد د نامتو څیړونکي ،لیکوال ، شاعر درانه استاد محمد معصوم هوتک قدرمنه مورچي دهیواد دوتلي جیدعالم ،لیکوال او شاعر ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک الکندهاري مشره لور وه تیره ورځ په کندهار کي په حق رسیدلې ده
انا لله وانا الیه الراجعون
په نیویار ک د بېنوا د مطبوعاتي مرکز مشرتابه او په انټرنیټي نړۍ کي دبېنوا پاڼي ټول کارکونکي د درانه استادمحمد معصوم هوتک او قدرمني کورنۍ سره ئې په دې ویر کي شریک دي او مرحومې ته د لوې او توانا خدای په اعظیم دربار کي د جنتونو خواست کوي او هم ئې پاته کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتونکي دي
-----------------------------------------------------------
دسلام په ویلو سره:دډاډ او تسلیت وړاند وینه!
ښاغلي محمد مصوم «هوتک» اودده دکورنې ټولو غړو،دوستانو اودنوموړي دمور په مړینه خپوو ته خپل تسلیت عرض کوم.تاسی ټولوته دصبر غوښتونکي او ستاسي مهرباني مورته له خداي(ج) څخه دجنت پردوس خواست لرم. قیوم له امریکا څخه.
عبدالقیوم له امریکا
-------------------------------------------------------
په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د غمرازۍ لیک
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د ګران استاد ، لیکوال ، څیړونکي ، شاعر معصوم هوتک ، اغلي مور له دی نړۍ څخه ابدي نړۍ ته خپل ژوند ابدي کړ .
بلجیم افغان کلتوري بهیر په دی غم او ویر کښي د ګران استاد او د هغوی له کورنۍ سره ځان شیریک ګڼي . د لوی خدای ج څخه ګراني مور ته د فردوس جنت او د ګران استاد معصوم هوتک ټولي کورنۍ ته د زړه صبر غواړي . د ژوند ټولي ښیګڼي دي ستاسي پر کورنۍ وي .
بلجیم افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه
---------------------------------------------------------------------
ارواښاده( ادا) زموږ د ټولو مور وه
(ارواښاد عبدالهادي رېشاء په خپله یوه رساله کي چي ( زما خپلوانو!)په نامه ده،د خدائ بخښلي اداپه اړه داسي لیکلي دي: ادا دمرحوم بابامولوي صاحب مشره لور(۱) ده.شاعرانه قریحه لري،څه لوست و مطالعه یې هم کړې ده،ګاهي وختي شعر هم وایي . د پښتو او قرآن شریف شاګردان هم روزي . ادا چي په مجلس کي ناسته وي نقل مجلس ده،مجلسېان هم خندولی هم ژړولی سي. د نامه با عزمه او کلکه ښځه ده . ادا ته خالق یو بل خداداد خاصیت هم عطا کړی دئ، چي د هر قسم مصایبو او حوادثو په مقابل کي تر آخري درجې مقاومت کولای سي .که څه هم اوس ۸۴ کلو ده خودالاځواني ږغوي ،نو خدای دي د ځواني مرګۍ وساتي..د اسدمېاشت ۱۳۸۷ ش کال .)
(۱) ارواښاده د مرحوم مولوي صالح محمدهوتک کندهاري مشره لور،او د مرحوم رېشاء خښینه او ورېنداره وه.
زما زړه دارواښادي ادا په مرګ ډېر ناآرامه سو، خوا بدئ وم ،و مات زړه ته مي ویل چي یو پلا مو خو ښه خلګ ټول وپاشل سول،په لیري واټنو کي مېشته پاته سول،اوس بیا یو یو په آبدي مسافري را څه ورکیږي . دیوه غم سایه مو د سره نه وي لیري بل غم وزیږي.
نو دزړه دارامۍ لپاره پاک الله ج ته دواړي لپي پورته کوم،چي ربه ته خو مو نور مه یتیمان کوې زموږ له سره را پاته ښه خلګ ژر مه را څه اخله.
د زړه درد لا سته نو مي د مرحومي ادا په ویر کي دایو څو بیتونه وکښل:
دټولو ارواښاده مور!
کورنۍ کي مو ، را پېښه حاد ثه سوه
را نه ورکه زموږ د دوعاوو خزانه سوه
سوخاموشه بل څراغ، غیبه وړانګه سوه
د (ادا) په مرګ تیاره پر موږ خپره سوه
دا با عزمه ، غیرتي ا و بي بي مور وه
په عزت کي درنه ، نادره خور وه
خالق دې ته داد ورکړی ، وه بر د باره
مستعده ، کلکه ښځه او ښه ترور وه
ښکاره کړی یې په ټول عمر الفت وو
ډېر په مینه یې بیان هم یې صحبت وو
دې روزلي استادان او آدیبان دي
په تدریس کي یې روښانه صداقت وو
آرمانو سره راغلې وه خپل کور ته
رنځور حال یې ور شوه کړله و ګور ته
دا پردېسه وه خو زړه یې وو دمور زړه
تل یې فکر کړئ د خپلو بچو لور ته
لویه خدایه ! ستا څه غواړم دا دوعا
عاجزي کړم ، عفو غواړم یې دانا
د فردوس جنت مقام و دې ته ورکړې
تا خپل ځان ته چي بللې زموږ ادا
رحیم رېشاء
20/12/2010
-------------------------------------------------------------
ټول ژوندي څکوونکي دمرګ دي
الايه
خواشيني سووچي ددرانه اوقدرمن مشر، ليکوال ، شاعراوڅېړونکي استادمحمدمعصوم هوتک دخداى بخښلي موردمرګ خبرمودبېنواله پېژندل سوي پاڼي څخه ترلاسه کړ.
په کندهارکي د(وړانګه)راډيوټول کارکوونکي له درانه استاداودده له درنې کورنۍسره په دغه درانه غم کي خپل ځانونه شريک ګڼي .
دپاک څښتن (ج)له پاک درپارڅخه داستادکورنۍته دجميل صبراومرحومې ته دفردوس جنت باغونه غواړي .
په درنښت
محمدابراهيم (سپېڅلى )په کندهارکي دوړانګي راډيومسؤل
-------------------------------------------------------
سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۰ م کال ددسمبر ۱۹
دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام
دلعنتي ورځو لعنتي بڼه دهغې له پايلو پيداوي ،لکه چي ((گفت ))سوی و،نن ټوله ورځ داسي سرگردانه وم چي همدا څو شېبې دمخه کورته راغلم،کله چي مي ساعت ته وکتل نوله اتوبجونه ۱۵ تيرې وې سم دواره مي تلوزيون روښانه کړ ،خو وياندي اعلان وکړ چي بهرني خبرونه تر يوې دمې وروسته .
لکه چي پر ارواح مي اورېدل سمدواره مي ملي تلوزيون روښان کړ ،خو ملي تلوزيون وياند دښاغلی کرزی صاحب هغه دډادگېرنې پيغام لوستلوپه حال کي وو،چي ماته ئي زمادموردمرگ خبر راکاوه .ځکه ئي پداسي يوه دردونکی خبرونازولم چي په عمرئي ما ارزونه درلوده .
داخبر نه يوازي دمعصوم هوتک،دادوجان هوتک،نوروورنو،خويندواونورودوستانواو ټولي کورنۍ لپاره دغم او ناورين خبروو بلکي زمالپاره هم ددوي په کچه دردونکۍ دۍ .
هر څه رانه ورک سول عفه غواړم دې ته موږ له نازه ((ادا)) ويل دا د اخلاقو ،دادپوهی ،دادوطنپرستۍ داداسلامي عبادت اوعقيدې يو سمبول وه ،نه پوهېږم چي ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک څنگه يوه لور روزل وه کاشکي داټولې دده لوڼې واي . هغه يوه عالمه اوفاضله ښځه وه ،دهغې يو شعر مادمور دورځې په مناسبت درې کاله وړاندي چي مادمور دورځې په مناسبت غونډې ته رادعوت کړې وه اورېدلی ،چي په فرصت به ئي هرومروتر تاسو درنو دوستانودرورسوم .دايوازنۍ ښځه وه چي په خپل کور کښي ئې کتاب تون درلوداوتل ئي مطالعه کول .ددې دمرگ خبر په سويډن کي نه يوازي زمااوزمادنږدې دوستانولپاره بلکي دټولوهغولپاره چې ددې درنې مور په هکله ئي معلومات درلود اوهغه ئي له نږدې ليدلې اوددې خبري ئي اورېدلي وې يودردونکی او زورونکی خبردی .انا الله انا اليه راجعون
لوي څښتن دي ددې درنې اوباعزته مور دپاک اواسلامي عبادت په روي موږ ته عفه وکړي .
زه اوس داتوان نلرم چي ددي درنې مور دمقام اوارزښت په هکله نورڅه وليکم . ماته دنارينه له سترژگو اوښکي عجيبه برېښېدلې خو همدا لحظه به اعتراف وکړم چي ترسترگومي اوښکي جاري دي ،ځکه هغه ماته هم زوي ويلې وه اوپه رښتيالکه نور زا،من ئې ورباندي گران وم اوتردې لازياته چي هغې تل زه خپل ولس اوهيوادته دخدمت په خاطر هڅولم .
دومره وايم که دنړۍ پر مخ مورزېږی نو((ادا)) غوندي موردي وزېږی . ددې مړينه په رښتياسره زموږ ټولوافغانانولپاره يوه لوضايع ده
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي ځانونه دگراني اوغيرتي موردکورنۍ دټولوغړوسره پدې درانه اودردونکی غم کي شريک بولي، د لوی څښتن له دربار نه دې گراني اوپر ديني عبادت مينې موراودعبادتونوسمبول ته دفردوس جنت اوپاتي کسانوته دلوي صبر غوښتنه کوي . روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله
دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
------------------------------------------------------
د هوتک د محترمي کورنۍ سره د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
نيټه: ٢٨-٩-١٣٨٩/١٩-١٢-٢٠١٠
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د نامتو ليکوال، شاعر او ديني عالم ارواښاد مولوي صالح محمد خان هوتک کندهاري لور او د نوميالي، پوهنيز او علمي شخصيت ليکوال او شاعر استاد محمد معصوم هوتک محترمه مور، پياوړي شاعره بي بي حليمه هوتکه په کندهار کې په حق ورسيده.
انالله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي په داسي حال کې چې ځان په دغه غم کې د ښاغلي استاد محمد معصوم هوتک او د دوي د محترمي کورنۍ سره شريک بولي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښادی بي بي ته جنت الفردوس، و ټولي کورنۍ او دوستانو ته ېي جميل صبر غواړي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
-------------------------------------------------------
په ډېري خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهیواد د نامتو علمي څیړونکي ،لیکوال ، شاعر درانه استاد محمد معصوم هوتک درنه مور بي بي چي دهیواد دوتلي څيره او ديني عالم ، پښتو لیکوال او شاعر ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک مشره لور وه تیره ورځ په کندهار کي پور پريکړې او حق ته يې ځان سپاره٠
انا لله وانا الیه الراجعون
زه او زما کورنۍ خپل ځانونه دگراني اوغيرتي مور بي بي دکورنۍ دټولوغړوسره پدې درانه اودردونکی غم کي شريک بولو، او د وير پر تغر ورسره ناست يوو٠ او د لوی څښتن تعالي له دربار څخه دې گراني اوپر ديني عبادت مينې موراودعبادتونوسمبول ته دفردوس جنت اوپاتي کسانوته دلوي صبر غوښتنه کوو . روح دې ښاد٠
---------------------------------------------
د استاد محمد معصوم هوتک د درنې مور د مړيني په مناست د غمشريکۍ پيغام.
په ډېره خواشيني خبر سوم چي د هيواد د وتلي څېړونکي، اديب، شاعر، او تکړه ليکوال، استاد محمد معصوم هوتک، مور په په حق ورسېده. انالله و انا اليه راجعون. خداى دي يې و بخښي او جنتونه دي يې په نصيب وي.
زه او زما ټوله کورنۍ خپل ځانونه داستاد محمد معصوم هوتک او دده له کورنۍ سره په دې درانه غم کي شريک ګڼو، دا دروند وير دخپل ځان ګڼو، او د مرحومې زامنو، هر يوه محمد معصوم هوتک، محمد داود هوتک او ميروېس هوتک، لوڼو، وړونو حاجي سيد احمد هوتک، بلال احمد بري، ورېرونو او لمسيانو ته د زړه له کومي تسليت وايو. او د لوى خداى(ج) له درباره د جميل صبر او ددې ستر وير د زغم او تحمل غوښتنه ورته کوو.
مرحومه پخپله په يوه عالمه، باکلتوره، وطنپالونکې، او ترقي غوښتونکې کورنۍ کي رالويه سوې او کورنى محيط يې د داسو جيدو علماووڅخه تشکيل سوئ وو لکه مرحوم مولوي صالح ًمحمد هوتک د مرحومې پلار، علامه عبدالحى حبيبي، مرحوم عبدالخالق واسعي، او ډېره غښتلې ، د ډېر عالي همت خاونده، ډېرو لوړو ارزښتونو خاونده او پر خپل وطن او پر ترقۍ يې مينه وه، چي تاثير يې په اولادونو کي په ښکاره توګه معلوميږي.
په سويډن کي د استوګني پر وخت يې په ټولو هغو مراسمو او ټولنو کي په ډېره مينه ګډون کاوه چي د افغانستان او افغانانو سره يې ارتباط درلود. د ټولو افغانانو احترام يې ځان ته را جلب کړئ وو، او ټولو افغانو د مور په سترګه ورته کتل. د وطن ميني د ژوند د وروستيو ورځو لپاره ځانته ور وغوښته. روح دي يې ښاد وي.
ستاسو او ټولو نورو خواخوږو سره په غم شريک
نسيم سليمي
--------------------------------------------------
د نومیالی لیکوال اود پښتو ژبی لوی خدمتګار استاد محمد معصوم هو تک د ګرانی مور د مړني له امله خپل دزړه له کومی دتسلیت او خواخوږی مراتب وړاندی کول غواړم او دلوی خدای(ج) څخه د هوتک صاحب درنی کورني ته د صبر جمیل دعا لاسونه پو ر ته کوم.
مرګ حق دی او مونږ ټوله نن او سبا پر دغه لار روان یوو. ولی خو شبخته به هغه خلک وی چه ددی دنیا څخه د نیک نا می نوم له ځان سره یووسی.
په اخیرکی يو ځل بیا د ګران هوتک او دده د ټولی کورنۍ سره په دی غم کی ځان شریک ګڼم. او ا لله پاک دی دوي دنورو غمونو څخه وساتی .
ولی محمد نورزی هالند
-------------------------------------
دروند استاد محمد معصوم هو تک صاحب !
دژوندانه ناځوانه بېړۍ دفنا کېدو پر بې وفا څپو ځان ور کوي او دا پدېده دهر يوه ژوندي موجود لپاره حتمي خبره ده کله چي ډېره دارتفاع تر نقطې ورسي بيرته دتنزل پړاو ته ځان سموي او هر څومره چي مځکي ته نژدې کېږي هغومره يې سرعت زياتېږي دا تقدير پرېکړه وه زموږ په خفګان ستاسي سکنى او زموږ پښتو فرهګنيانو دمعنوي مور بيا را ګرځېدل ناشوني دي دسرور کائنات (ص) دسنتو پر طريقه به له غمه سره تر دvو ورځو ملتيا کوو
ښاغليه !
تا او ستادرنې کورنۍ ته دار واښاد غريبک دټولي کورنۍ په استازي توب دډاډ ګېرني مراتب وړاندي کوم روح دي يې ښاد وي په درنښت
نوراحمد قرانمل دافغان يو نايټد اداري ښوونيز مر کز مدير کندهار
٢٨لېندۍ ١٣٨٩لمريز کال
-----------------------------------
ګران معصوم هوتک او دهغه درنې کورنئ ته
دهغه ددرنی مور دوفات له امله د ځان اوخپلې کورنی له خوا د ژورې خواشینی په ترڅ کی له پاک اوبښونکي خدای څخه هغی ارواښادې بی بی ته د جنتونو ، تاسې او ستاسې درنی کورنی ته د صبراوزغم هیله کوم . د زړه له کومي په دغه خواشینونکي خبر وځوریدوځکه چې په هغې کې دیوې پښتنې مور ټولي ښیګړې وې. ځای یي فردوس جنت .
په درناوی
ورور مو خالق رشید- نوی ډیلی هند
--------------------------------------------------------------
ددرانه استادمحمدمعصوم هوتک سره خواخوږۍ
پوهان وايي:کله چي تاسی له يو چا سره په خوښی کی ګډون وه کړۍ نو خوښي دوه ځله کېږي (تاسوهم خوښېږی او ستاسو دوست هم) همد غه رنګه که له دوست سره په غم کی شريک سی غم مو نيمی کړی (له دوست څخه مو نيم غم پورته کړی) پدې خبره به هغه وخت پوهېږو چې راسره دوستان ولاړ وي.
خو کډوالي به مې ډېر ډېر وه ژړوي,ځکه چې دوستان به مو لږوي. که مووطن له ښامارانو خلاص واي ولي به می دومره ستر خلګ يوازي دڅوتورو په ډاډګېرنه خوشحاله کول .وسلام
ويښ ځوانان :کوټه
--------------------------------------------------------