مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-03   مخپرونکئ : زرغون میاخیل

استاد صميم په وياړ سيمنار له نوښتونو ډک و

انجنير منان



په لغمان کې په دې وروستيو کې  ادبي او فرهنګي فعاليتونو ګړندي شوي دي . په لنډ تنګ وخت کې دا دی دويم لوی سيمنار دی چې په دغه کوشني خو فرهنګي ولايت کې جوړ شو  او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پکې سلګونه کسانو ګډون  کړی و.
د انش خپرندويه ټولنه چې پښتو ژبې ته يې د کتاب چاپولو او کتاب رسولو له لارې نه هېرېدونکې خدمتونه کړي اوس يې دلغمان له ادبي بهير او نورو کړيو سره په ګډه دغه ډول سيمنارونو ته هم مخه کړې ده .
لومړی سيمنار يې د نوميالي غازي محمدشاه خان بابکر خېل په نوم و چې سلګونه کسانو پکې برخه اخيستې وه او يو پياوړی علمي سيمنار و.
له هغه وروسته يې د مرغومي پر لسمه بل سيمنار جوړ کړ.
دغه سمينار چې بيا هم دانش خپرندويې ټولنې او لغمان ادبي بهير د لغمان دوالي په ملګرتيا جوړ کړی و يو لوی علمي سيمنار و.
هسې هم له څو کلونو راهيسې پښتانه يو څه راويښ شوي او دا ډول غونډې جوړي وي   چې يو ښه ګام دی  او خدای دې دوام ورکړي ، خو د دانش خپرندويې ټولنې او لغمان ادبي بهير  له لوري د تکړه ژبپوه او ادبپوه استاد محمد اصف صميم په وياړ سيمنار له نوښتونو ډک و.
زه دلته يوازې د هغو نوښتونو يوه يادونه کوم چې د استاد صميم په وياړ سيمنار  کې تر سترګو کېدل.
په دوديز ډول په سيمنارونو کې مقالې لوستل کېږي ، که د کوم سړي په اړه سيمنار  وي نو ټولې مقالې د هغه د شخصيت پر يوې خوا راچورلي يا که غوڅ ووايم يوازې د شخص مثبت کرېکټر معرفي کوي خو د استاد صيم په وياړ سيمنار کې دا دود مات شوی و.
په دغه سيمنار کې د لوستل شويو مقالو په منځ کې داسې مقالې هم وې چې پر استاد صميم يې يو ډول نقد کړی و  او هغه يې هغسې معرفي کړی و چې دی .
د استاد صميم ستر شخصيت که څه هم منفي اړخونه نه لري او يا که يې لري نو ډېر به لږ وي او هغه هم پر دې بنسټ چې انسان دی او انسان له نيمګړتيا سره ملګری وي .
په يوه مقاله کې مو  د استاد صميم د ځينو کوچينو کمزورتياو په اړه ډېر څه واورېدل او داسې ښکارېده چې خپله د استاصميم هم ډېره خوښه شوه .
دغه دود بايد همداسې وساتل شي او خلک يې ورڅخه زده کړي .
کره کتنه او يا نقد د يوه اثر يا شخص يا بل هر شي په بشپړاوي کې لوی لاس لري .
خپل انساني عيبونه هغه مهال سړي ته معلومېږي چې بل څوک يې در وښيي . زما په اند که پر اشخاصو له غرضه او تعصبه خالي نقد وشي دا به د هغوی د شخصيت په بشپړلو کې ډېر اغېزناک وي  او دغه ډول نقد موږ د لغمان په سيمينار کې وليد.
زما هيله دا ده چې په  نورو سيمنارونو کې هم دغه دود وپالل شي چې له يوې خوا به زموږ زغم زيات کړي او له بلې خوا به مو د شخصيت په بشپړولو کې يوه مهم ګام اخيستی وي.
ځکه يوازې همدغسې انتقادي ليکنې کولای شي موږ ته د خپل او يا پردي شخصيت ټول ابعاد او اړخونه راپه ګوته کړي .
د استاد صميم په وياړ جوړ شوي سيمنار کې يوازې د مقالو  په برخه کې نوي والی او نوښت نه و بلکې د سيمنار په جوړښت کې هم نوي والی تر سترګو کېده .
لومړی دا چې سيمنار يوازې دشپې له خوا برابر شوی و ، دويم دا چې په سيمنار کې له استاد محمد اصف صميم څخه مخامخ پوښتنې وشوې.
په دغې په زړه پورې برخه کې له سياسي اړخه نيولي تر پوهنيز او فرهنګي هغه په ټولو کې له استاد صميم څخه پوښتنې وشوې او ان ځينو منيوالو خو په ځينو پوښتنو کې وننګاوه .
دغه برخه کولای شي موږ ته هغه څه په لاس راکړي چې موږ پرې د يو چا اصلي شخصيت پېژنو .
مثلا د يوه شخص په اړه يوه پوښتنه را سره وي خو ډېر ځله هغه د سيمنارونو په مقالو کې نه ځوابېږي نو پر دې بنسټ که مخامخ له هغه سړي څخه وپوښتل شي دا به ډېره اغېزناکه وي او نور به نو د شک او اړنګ ّځای نه پاتې کېږي.
ددغې برخې ښه والی دا و چې له استاد صميم څخه ډېرې داسې پوښتنې وشوې چې له ټولو خلکو سره په ذهن کې وې اما ځواب يې ورته نه شوای موندلای.
زما په اند دغه نوی مثبت دود هم دوام ته اړتيا لري او که موږ ورته دوام ورکړو زه فکر کوم چې د خپلو مشرانو او پوهانو د شخصيت څېړنې لپاره به مو يوه نوې کړکۍ پرانيستې وي .
په پای کې دانش خپرندويې ټولنې او لغمان ادبي بهير ته ددغه له نوښته ډک سمينار د جوړولو مبارکي وايم او هيله مې دا ده چې نور دغه ډول او تر دې لا ښه سمينارونه جوړ کړي .
انجنير  منان


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery