په ډېرې خواشينۍ سره خبره شوم چې د پښتو شعر او ادب د ځلاندې څېرې، اوزما د ګرانې خورکۍ ( عايشې رڼا مومندۍ ) پلار له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.
انا لله و انا اليه راجعون.
د خداى بخښلي جنازه د تېرې پنجشنبې په ورځ له کابل څخه لوګر ولايت ته انتقال او هلته په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده.رڼاجانې خورې! مونږ ستا ټول دوستان له تا او ستا له درنې کورنۍ سره په دغه ستر وير کې ځان شريک ګڼو، له لوى خداى څخه ستا ګران پلار ته د بخښنې او د هغه ټولو خپلوانو او خواخوږو ته د زړونو د صبر غوښتنه کوو.
ګرانې رڼا جانې! زه ستا د ټولو دوستانو او ستا د شعر او ادب د مينه والوپه استازولۍ ستر درشل ته لاسونه لپه کوم چې الله دې له نورو غمونو په امان کې وساته. امين