د ارواښاد اکاډيمسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي د مړيني له کبله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
نيټه: ١-١١-١٣٨٩/٢١-١-٢٠١١
د عربو متحده امارات
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نوميالي ژورناليست، ليکوال او ټولنيز شخصيت د اکاډميسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي د ٨٤ کلني په عمر د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډاکټر محمود حبيبي چې د فرانسي هېواد څخه د لوړو زده کړو خاوند او د افغانستان د مطبوعاتي، کلتوري او فرهنګي برخو په وده او پرمختيا کې د يو سپيڅلي افغان په حيث ونډه اخيستي چې د راډيو افغانستان، د هېواد د مختلفو رسنيو او علومو د اکاډيمي په تأسيس، د ژورناليستانو د ملي اتحادي په وده او د افغانستان د مشرانو جرګي به پياوړتيا کې د ده نه ستړي کيدونکي سپيڅلي هلي ځلي د ولس د قدر وړ او تل پاتي به وي.
د ارواښاد ډاکټر حبيبي څخه ارزښتناکه علمي او کلتوري اثار پاته چې د هېواد د علم او فرهنګ په بډاينه کې د قدروړ دي چې تل به د ليکوالانو فرهنګيانو او ځوانانو لپاره د ګټي وړ وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کې چې د ارواښاد اکاډميسين کانديد سناتور ډاکټر محمود حبيبي مړينه د هېواد علمي مطبوعاتي او کلتوري ډګر ته لويه ملي ضايعه بولي، پدي غم کې ځان د دوي د محترمي کورنۍ سره شريک او د پاک الله (ج) دلوي دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني او دوستانو ته ېي جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي
په درنښت
د ټولني مشر