دخپریدو نیټه : 2011-01-22 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دتسلیت وړاندي کولو پیغام!
عبدالقیو م
دآکادمیسنۍ دکاندېد،سناتور داکتر محمود«حبیبي» دمړینۍ خبر مي ولوستۍ چي د(۸۴) کالوعمر په تیریدوسره تیره ورځ يې دور ته پيښي ناروغي له امله ساه ورکړيده.قاله اِنا للهِ واِنا الیهَ راجعون.ددي خواشینوونکي خبر په لیدو او لوستو زه اوزما دکورني غړي سخت خپه سول.موږ دنوموړي له کورنۍ سره په خاصه توګه دهغه له میر مني(شفیقی حبیبي) سره پدي غم کښي ځانونه شریک ګڼو. داکتر صاحب «حبیبي» ته له خدایه جنت اوکورنۍ ته يې دزړه صبراوطاقت آرزو لرو. داکترصاحب محمود«حبیبي» چي تر زده کړو وروسته و هیواد ته راستون سو،نوموړي دخپل هیواد په سطه یو ورزیده،کارپوه اداره چي وو.دولایتونوتر مقامو علاوه يې دوزارت اودمشرانو دجرګې د ریاستونو پرچوکیو باندي کلونه کار کړی وو. دافغانستان دعلومو داکادومي غړيتوب يې تر آخیره پوري لاره. په څنګ کښی يې ښځي (شفیقي جاني) ورسره علاوه پر هغه چي دکور کارونه يې مخته وړل.په رادیو اوتلویزون کښي نطاقي اونوري چاري هم سرته رسولې.یعني ددومعاشو خاوندان وه،والي ،وزیر او دسنا ریس وو.کومو دوستانو چي دنوموړي ژوند په کابل کښي لیدلي و،هغه پوهیږي.چي څونه پاک نفسه انسان وو.څونه دغیرته ډک ژوند يې لاره،څونه میلمه پال وو،اوتردي علاوه په ټولو بدوشرائطو کښي يې هیواد اوهیواد وال تنها نه پريښوول،هلته په کابل کښي ،په یوه څلور اطاقه اپارتمان کي يې ژوند تیراوه.دملت له ماله(بیت المال) ،مقام او چوکي څخه يې دځان اوکورنۍ په ګټه هيڅ ناوړه استفاده نده کړي. آفرین دي وي پر داسي افغان.ګرانو داسي نه وو چي نوموړی له هیواده تلاي نسواي،یا امکانات ورته نه برابریدل. زه شاهد یم چي څوځله د(یو ،این،اچ،سی، آر) داداري له خوا ځیني وغوښتل سول چي کوم هیواد ته چي ستاسی زړه وي موږ دي هلته رسولاي سو.مګر خداي بخښلي یوه ورځ ماته وویل چي له خپله هیواد اوبیا له کابله نه ځم. نو ما ټوکه ورسره وکړل(چي تابه یا مرګي باسي له کابله یا فرنګی). ده راته وخندل اوراته ويې ویل:غلط دي کړل ،زه هغه نه یم. ما فرنګی هم استلاي نه سي. ځکه داڅووم ځل دي چي ځی اوراځي زوريې نه را ر سیږي .هدف يې دملګرو میلیتو نو تماسونه وه. اونه مي مرګي له دي هیواده، دلې به ښخیږم. رښتیا پرخپله خبره ودریدي .د نوموړي دژوند په باب زیاتي خاطري لرم که مي وکولاي سواي په راتلونکې کښي به يې دګرانو لوستونکو دلا معلوماتو په هدف ولیکم.