مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجنرال عصمت الله (میره کي) په اړه دخواخوږۍ پیغام

عبدالقیوم له امریکا څخه
ددوعا لاسونه جګوم:دپیاوړي میره کې په مړینه خبر سوم!دخداي بخښلۍ ارواښاد عصمت الله (میره کي) دمرګ په هکله دا دده او دنوموړي دکورنۍ پر خپل ځان باندي حق بولم چي میرکي صاحب ته له الله (ج) څخه ورته دجنتو نو خواست وکړم.او کورنۍ ته دصبر اوحوصلۍ غوښتونکي یم.د(میره کي ) په صداقت،غرور،پاکي به يې همیشه دخپلوانو او په خاصه توګه داولادونو سراوچت وي.هغه سره لدي چي پر لوړو چوکیو کار وکړي ،خو هيڅ ډول ناروا استفاده يې له مقامه ونه کړل.ما نوموړي دوظیفي پر وخت او ورسته تر بل چاه ښه  پیژندي .ما په پاکستان کي دمهاجرت او بیا په پاکستان کي له پیښاوره کوټي  ښار او هغه وخت داخل ته دافغانستان ډیرو برخو ته ور سره سفرونه کړیدي.له هرچا ه سره ژر دوست کیدي ،خبري يې رښتیا او لڅي کولۍ.دخپلۍ پاکۍ  له وجهي یومغرو انسان ؤ.بیا هم ورته جنتونه غواړم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery