دخپریدو نیټه : 2011-03-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
یو نوی درد او د بد پایلو خبر
دکندهار محصلین
په بېنوا ویبپاڼه کي به مو خبرونه لوستي وي چي د کندهار پوهنتون رییس او وسله والو توپکیانو د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین سخت وهلي دي ،
وهل سوي محصلین چي ځیني یې اوس هم په روغتون کي دي د پوهنتون د چارواکو ددغه ناوړه عمل لامل د ورپېښو ستونزو د اواز پورته کېدل بولي او زیاتوي چي طوطاخېل او فاسده اداره یې خپله بې کفایتي په خشونت پټوي.
په وهل سوو محصلینو کي د کندهار ولایت د مرستال والي انجینر عبداللطیف اشنا چي څه موده دمخه د همدې نظام په خدمت کي ووژل سو ، زوی هم شامل دئ ، هغه بېنوا ته د پوهنتون د ګڼو ستونزو یادولو تر څنګ وویل چي دښووني او روزني پوهنځی د یوې میاشتي راهیسي بیخي په ټپه تړل سوئ دئ .
د کندهار پوهنتون محصلین ، د ښوونځیو زدکوونکي او ځايي اوسېدونکي د محصلینو د وهلو په دردوونکې پېښه او د پوهنتون د چارواکو په بې کفایتي سخت خوابدي دي او دسیمه ییزو چارواکو او مرکزي دولت څخه په دې هکله د بېړنیو او جدي اقداماتو غوښتنه کوي او د بې غورۍ په صورت کي د سختو غبرګونونو اخطار ورکوي .