( دټولني له لوري ژباړل سوی اثر تاسوته ډالی سو )
د لوی څښتن لورولي استعداد په برکت او د مسلکي زيار له وجهي تاسو دا برياليتوب تر لاسه کړ، زموږ د هيواد نوم دي يو ځل بيا د مستعدو ځوانانو د لرلو له امله نړيوالو ته وپيژندی. مبارک دي سه او ټولو ځوانو افغانانو ته دي مبارک وي.
سلام فرهنګي ټولنه د افغانانو د هر نوښت او د هر افغان ځوان برياليتوب د ټولو افغانانو بر ياليتوب بولي.دا ټولنه په پام کي لري چي د دې ټولني له لوري ، تر چاپ لاندي اثر ( د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو نړيوال کلتوري ميراثونه ) نومی کتاب ښاغلي داکتر داود اعظمي ته ډالی کړي.
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
اسن - نيدرلند
14-03-2011