دخپریدو نیټه : 2011-03-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
الحاج غرزي خواخوږی
په خوشحالي سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نوميالي ليکوال، پياوړي فرهنګي او سياسي شخصيت ښاغلي عبدالکريم خرم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر رئيس په توګه وټاکل سو.
په داسي حال کې چې ښاغلي خرم ته د نوي دندي مبارکي وړاندي کوو، هيله مند يو چې د ولس او ولسمشر تر منځ د نژديکت او د اړيکو د لا پياوړتيا په برخه کې هراړخيزي هلي ځلي ونه سپموي تر څو چې د چارو په سمون او د دولت او ولس په يووالي کې خپله اسلامي او ملي وجيبه تر سره کړي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي خپله مبارکي ښاغلي خرم ته يو ځل بيا وړاندي کوي او د لوي خداي (ج) د دربار څخه دوي ته په چارو کې ښه بريا غواړي.
په درنښت
د ټولني مشر