مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخواشينۍ پيغام

فريد احمد تسکين


څو ورځې دمخه کابل ته تللی وم انټرنيټ ته مې لاس رسی نه درلود . څه مې کړي وای په ضروري کارونو بوخت وم کله چې به زه په خپل دفترکې وم عادت مې ګرځيدلای وو هرسهارچې به راتللم ترټولو دمخه به مې پښتو نومیالۍ ويب پاڼې کتلې چې دورځې له مهمو موضوعاتو اود نړۍ ګوټ ګوټ څخه خبرشم . خودامهال کابل کې وم کله چې له کابله پکتيا ته راستون شوم دفترته لاړم خپل کمپيوټر مې روښان کړ لراوبر اوبينوا ويب پاڼې مې خلاصې کړې  بينوا ويب پاڼې کې مې دورځې ښه موضوعات وليدل لومړۍ مې خبرونه ولوستل وروسته مې پر خبرتیا سترګې ولګيدې په خبرتيا ووکې مې يو دخواشينۍ پيغام تر سترګو شو  . 

زړه مې په درزاشو ومې ويل لکه چې بيا دکوم پښتون ليکوال اوشاعر په کورکې وير دی . کله مې چې دخواشينۍ پر پيغام کليک وکړ دپښتو ژبې نوميالي شاعر او ليکوال درويش دراني مور په حق رسيدلې وه . ډيرخواشينی شوم ځکه مور خو مور وي او خدای ج دې هيڅوک له دې سيوري نه محروموي .

موږ دلويې پکتيا اولسونه دښاغلي درويش دراني سره په دې ماتم کې ځان شريک بولو دمور روح يې ښاد ځای يې جنت کړې او ده ته دجميل صبر غوښتنه کوو .       

دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
یا ردې بل درومي او زه ورپسې ژاړم
په خورا درنښت
دلويې پکتيا فرهنګي او خپرندويې ټولنې په استا زيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery