مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسد ميوند د مړينې په مناسبت د خواخوږۍ پيغام٠

سميع الدين افغاني

دحق دلارې کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژيکو څيړنو مشرتابه

 

په ډيرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړه چې د هيواد بادرده ،په ولس مين ليکوال او شاعر اسدميوند په مسکوکې چې ديوې ترافيکي پيښې له امله سخت ټپي  اوداپريل دمياشتې په شلمه نيټه  دسهر په درې بجو او ديرشو دقيقو په روغتون کې ددې فاني دنيا څخه رحلت وکړه٠

انا لله وانا اليه راجعون

د حق د لاری کلتوري مرکز ا و د افغان ستراتيژيکو څيړنو مشرتــابه هغه ته د لوی خدای له درباره څخه  د فردوس جنت او خپلوانــــــو ته يې د جميل صبر هيله کوي ٠
اسد ميوند په هيواد کې د سراسری صولــــې هيله مند او په وطن کې دبيعدالتي او مظالمو په مقابل کې تل خپل اواز اوچت او خپل قلم يې د اشعار  په ليکنو بهاند او جاري ساتلې دی، موږ دهغه کړونو ته د قدر په سترګو ګورو او دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼو، خدای پاک دی جنتونه په نصيب کړي ٠

امين يا رب العالمين

دحق دلارې کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژيکي
څيړنې  مشرتابه په استازيتوب٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery