مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخوست دهوائې ډګر په اړه د خوست ولایت مقام اعلامیه

د خوست ولایت مقام
په خوست کې د هوایي ډګر په اړه د ولایت مقام د ګډې ترسره شوي ناستې   اعلامیه
د خوست ولایتي ادارې د رهبرۍ ، ولایتي شورا،د بېلابېلو ملکي اونظامي ادارو مسوولینو، ولسوالانواو د دې ولایت دیني علمااکرامو او قومي مشرانو له لوري د ګډې ترسره شوي ناستې  جدي پرېکړه :
د خوست شریفو ، د سولې او بیارغونې غوښتونکو خلکو ،خویندو او وروڼو !
څرنګه  چې په خوست کې د ملکي هوایي ډګر جوړونه د دې ولایت د ولسونو او په به بهرنیو هېوادونو کې د خوستیو مسافرینو یوازېنۍ غوښتنه وه  او د کالونو ، کالونو راهیسې یې دهمدې لویې اقتصادي پروژې  د پلي کولو په تمه وو، چې نن یې له نېکه مرغه د ولایتي ادارې دځانګړو هلو ځلو په پایله کې د هېواد ولسمشر ښاغلي حامدکرزي له رسمي منظورۍ رالېږلو له امله د دوی دا غوښتنه پر ځای شوه .
دا هوایي ډګر چې د خوست لومړنۍ بنسټيزه اړتیا وه ، د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سېګۍ په دښته کې جوړیږي ، چې لومړني کارونه یې  عملاً  پیل شوي دي .
په دې ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه ، چې  هوایي ډګر چارې په لوړ معیار ، د نقشې مطابق  او د خوست د خلکو د پخوانیو غوښتنو سره سم پرته له ځنډه سرته ورسیږي .  هغه چاچې په دې ځمکه کې غصب کړی او یا یې هم د غصب په موخه کار پیل کړی وي ، د دې اعلامیې په واسطه جدي خبر ورکول کیږي ، چې د خوست د پرمختګ او سیالۍ په خاطر یې ژر تر ژره پرېږدي. کنه نو د دولتي ځواکونو له لوري به بې له ځنډه ونیول شي او بیا به یې شکایت ونه منل شي .
همداشان دخوست ولایت ټولو مرکزي او د ولسوالیو مسوولینو ته جدي دنده سپارل شوي ،چې په هره سیمه کې غصب شوي ځمکې او غاصبین دولت ته د لېست له مخې په ګوته کړي ، ترڅو نور په دې ولایت کې د غصب مخه  په ټوله معنا ونیول شي او غصب شوي ځمکې بېرته د آبادۍ په موخه  دولت ته وسپارل شي .
همداشان پرېکړه وشوه، چې د ملکي هوایي ډګر په وړاندې هر څوک چې د خپلو شخصي ګټو لپاره خنډونه جوړوي ، بې له ځنډه دې  ونیول شي .
دغه راز په ټولو هغو خلکو غږ کوو، چې په یوه او بل نوم یې ددې ځمکې د غصب هڅې پیل کړي ، چې د دې ناروا  عمل څخه د خوست د ملي ګټو په خاطر لاس واخلي .دا چې د دې ځمکې هغه ټول مالومات د یوې بشپړې دوسیې په بڼه  راټول شوي ، چې د دولت ملکیت دی .  نو په دې اړه له ټولو ولسونو غوښتنه کوو، چې د خوست د مظلوم ولس دغه لویه  اساسي پروژه د چا د شخصي ګټو قرباني نه کړي ، په خپله راووځي ، د دې  ولسي  پروژې په پلي کولو کې له دولت سره اوږه په اوږه مرسته وکړي .ترڅو خوست هم د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د سیالۍ میدان ته راووځي .
یادونه  ! بیا هم که هر چا په دې پروسه کې د ستونزو جوړولو هڅه وکړه ، نو ولایتي ادارې کلک هوډ کړی ، چې دخوست د پرمختګ او د ولسونو د سوکالۍ په خاطر به د خنډ جوړونکو کسانو په وړاندې بېړني ګامونه اخلي  او د سختې سزا په موخه به یې  د قانون منګولو ته وسپاري .
په درنښت
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۴
ورځ :چهارشنبه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery