مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبست دتاريخي کلا څخه دلوټمارو لاسونه لنډ کړی !

حبيب الله عمخور – سويډن

ددوستۍ فرهنگي ټولنې احتجاج ليک                   

  

دروان  1384  کال دعقرب دمياشتي په   30  نېټه  دښاغلي عبدالصمد روحاني  دهلمند ولايت اوسيدونکې په قلم ليکل سوۍ مضمون مو دبينوا ويب پاڼي په مټ تر لاسه کړ .

په نوموړې ليکنه کښي دهيواد په کچه او په ځانگړې توگه دهلمند په ولايت کې دبست دکلا چي زموږ دهيواد دتاريخي برم او عظمتونولويه نښه نښانه ده ،دجنگسالارو او دولتي واک دخاوندانو لخوا خپلو نازولو ته ددغي تاريخي کلا دديوالو دخټونه او دغې کلاتهڅيرمه  دنوو کورونود جوړيدود پيل خبرتر لاسه کړی  .

نوموړيې ددغي کلا سره دولايت دجگپوړو چارواکو دفرهنگ دښمنه کړنو په هکله په لنډه توگه معلومات ليکلې دۍ . موږ نه غواړو هغه ليکنه  دلته تکرار وليکو ،ځکه ددغي تاريخي کلا سره دظالمانه او وحشيانه برخوردنو په هکله څو څو ځله شکايتونه او دچارواکو کړنو ته گوت نيونه سوې ده . ددغي کلا پر تاريخي ارزښت په دې خاطر چې ممکن ددغو چارواکو دعلوماتو کچه ټيټه وي زموږ دهيواد پياوړي لرغون پيړندونکي پوهنوال رسول باوري يوه مفصله ليکنه خپره کړه او هغه هم په هلمند کي ددولرتي چارواکو دداشا نکړنو غندنه وکړه .

څرنگه چې دولتي چارواکو او دهغه جملې داطلاعاتو او کلتور محترم وزير غوږونه کاڼه دي او هم يي دافغان روڼ اندو له گوت نيونو سره  دومره عادت نيولۍ چې هر څه ورته عادي برېښې ځکه هرڅه اورې خو عمل نه پرې کوي . پوهيږي چې په دې ملک کښي داسي څوک نشته چې دده پشان له بهره راغلو او راليږل شوو نازولونه دې پوښتنه وکړې او يا دې  دوي ته  څوک څه ووايي .

 

درنو فرهنگيانو او فرهنگپالو !

 

تاسو ته څرگند ده چې دهلمند ولايت که دکوچنۍ امريکا په نوم يادېده لامل يي هلته دعلم ،فرهنگ پرمختگونه نه وو ،هلته نه پوهنتون و او نه نورې عالي موسسې په ډير راوروسته کي دښونکو دروزنې موسسه جوړه سوه بلکه دهلمند او ارغنداب دلوي رياست  ،او دولايت دمقام ، ځينو نورو دولتي ادارو جگپوړو چارواکو ته دامريکا په سټندرد برابر دلکسو کورونو جوړول و . ځکه خو دهلمند دپروژي هر جريب مځکه پسله هغه چي دا پروژه افغاني لوري ته تسليم شوه تر دريو زرو زياتو امريکا يي ډالرو په قيمت تمامه شوه .  ولې  په هغه وخت کښي هم دهلمند ولايت په مربوطاتو کښي دتاريخي اثاروساتلو ته هيڅ ډول پاملرنه ده سوې  . دبيلگې په توگه دغه کلا (بست کلا) دلښکرگاه له بازار نه لس،دولس کيلومتره ليرې پرته ده ،له هغه وخته چي دپست کارټ چاپول په افغانستان کي رواج موندلۍ دۍ دافغانستان دليدلو او تاريخي ځايو دريکلام په مجلوکي هم ددغي تاريخي کلا او دهغه دششک (کمان)عکسونو ددوې مجلي ښکلې کړي دي ، افغانانويې په ليدو سره په زيات غرور ويلې ، بلې دا دبست کلا ده ، په داسي حال کې چي دښار دهر کور مخ ډمبر (قير ) سوۍ ؤمگر نه دهغه وخت دولتي چارواکو او نه هم امريکا يانو دغه لس،دولس کيلومتره سړک د ډمبر (قير) کولو زحمت ځانته ورکړ، او نه يې هغې ته کومه پاملرنه وکړه . همدا دليل ؤ چې دوخت په تيريدو سره يي دزمان توندو بادو او بارانو آهسته آهسته ديوالونه ونړول او يا يي په نړېدو شروع وکړه ،فکر کوو دوخت دچوکيو او واکونو دليونيانو او ليوالانو هغه وخت اواوس  هم په ځانگړې توگه غوښتل چې داکلا،دا دافغانانو دغيرتونو نښانه په طبعي توگه له منځه ولاړه شي . ځکه خودغوښاغلو او وطنپالودکلا سرنويشت اوس تر دغه حالته  راورساوه  چې  دنه پاملرني له امله يي  اوس تنها څلور نړيدلې ديوالونه پاته سوه . اوس ددموکراسۍ ،عدالت  ،اووطن مصنوعي دوستان  غواړي په هغو پيسو چي دافغان ولس وينې اوددې د قهرمان ټاټوبې دخرڅلاو په مقابل کې يي تر لاسه کړې ،يادکوکنارو ډالرونه چې نه پوهيږي چيري يې ولگوې ،ځکه په کابل ،کندهار ،هرات ،مزار ،کندوز کښي خو نور  ددوي په شان ښاغلي هم شته ، دوي يو اوبل سره ښه پيژني چې چا څومره دالرونه له کومه درکه پيداکړې دي ځکه هلته دوي ته ددوي دزړه په خوشه ځاي نسته،دهلمند زورواکان غواړي دا ډالر دبست کلا ته څيرمه دکورونو اوکه يي وخت راغلۍ دلوړمنزله تعميرونوپه جوړولو مصرف کړې  . موږ ځکه دلته دکورونو پر جوړولو اعتراض کوو چې داددغې تاريخي کلا مقدس حريم دۍ ،دبست کلا زموږ تاريخي او ملي مقدس ځاي دۍ  .په هلمند کي هواري مځکي دومره زياتي دي چي حساب يي نشته ،دغه ښاغلي کولاي سي  په هغو مځکو کي ماڼۍ جوړي کړي   چې همدا اوس يي تر لاسه کړې دي ،ايا دوي دلښکرگاه بازار پر څلور خوا لږ دولتي مځکي خپلې کړې ؟ .

دحيران تيا او افسوس  خبره خو دا ده چي له ولسمشر نه نيولې تر مخدوم رهين پوري په ميليونو ډالره مصرفوي اوغواړي دمقاومت په نامه په پروان کې موزيم جوړ کړې ،دوي وايي دابه زموږ دکارنامو موزيم وي .موږ اوس پر دغه بحث نه کوو چې دکومو او دچادکارنامو ؟ مگر سوال دادۍ  نوې مازيم  جوړه وۍ چي تاريخي ارزښت يي په سلهاوو ځله تربست کلا لږ دۍ ولې داچې دغه تاريخي کلا ورانيږي  او دزور خاوندان هغه لوټوې بيا دا اړونده وزارت او دوطو ساتندويان چوپ دی .

ولې دغو چارواکو زموږ دهيواد تاريخي وياړنو وله منځه وړلو ته دومره په سپين سترگۍ ملاتړلې ده؟ په لوگر کې هر څه چور شوه ،دننگرهار دهډي تاريخي اثار څه چي دتنظيمي لوټمارونه په مځکه کې پاته و هر ورځ ايستل کيږي ، دغزني تاريخي نښي نښاني خو لا پخوا ورکي سوي ،دکندهار داحمدشاهي ديوال نومونه اوس څوک نسي پيداکولاي او هلته هغه څه چي ددې تاريخي ښار دعظمتونو ښکارندوي وه هر څه لوټ سوه ،په هرات ، بادغيس  او جوزجان کې دتاريخي منارو او اثارو له حال خو څوک خبر نه دی ،ښه دۍ چې دسخې زيارت دښار په منځ کښي دۍ کنه هغه خوبه يې لا ډيرپخوا لوټ کړۍ واي  .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولنه په ټول هيواد کې دتاريخو او فرهنگي ابداتو او اثارو سره دهر چا لخوا چي وي خپل سره چال چلند او لوټونه په کلکه غندې .

دهيواد په داخل او له هغه بهر ټولو فرهنگي ټولنو،علمي او کلتوري موسسو ،پوهانو ،ليکوالو ،ژورنالستانو  ديونسکو له سازمان  او نورو نړېوالو هغو سازمانو او ټولنو څخه چي موخه يي دولسونو دتاريخي اثارو او افتخاراتوساتنه ده غوښتنه کوې  :

اول : په ټول قلمي ځواک او علمي پوهه په افغانستان کښي بايد ددولتي چارواکو دا فرهنگې لوټمارۍ  هيواد والو او نړيوالو ته برملا سي .

دوهم : طالبانو بيچارگانو دپاکستاني کرنيلانواو مذهبي بنسټپالو په مشوره په دي نامه چي مجسمه په اسلام کې نارواده په يوه ورځ دافغانانو او نړېوالو دغوښتنو پر خلاف دباميانو تاريخي مجسمې له منځه يووړې ، مگر داځل هغه چې په لکسو موټرونو کي گرځي ځانوته تحصيل يافته  ،پوه، دموکرات ، فرهنگي وايي اوځانونه دافغانستان دهر څه ساتندويان بولې په خورا ښه مهارت او هوښيارېۍ داشان فرهنگيان او دموکراتان يادپردو په اشاره او يادخپلو مالي گټو دتر لاسه کولو په منظور زموږ دفرهنگي وياړونوداثارو په غلا ،لوټولو او له منځه وړلو مصروف دي . ددوي په مقابل کې دهر افغان او په ځانگړې توگه دقلم دخاوندانو او رون اندو چوپه خوله پاته کېدل ددوي سره په دغه  ملي جرم او خيانت کي دگډون او همکارۍ علامه بولو .

دريم : افغانستان په  اساسي قانون کي چې د همدغوښاغلو په خوښه ترتيب او تصويب سو ،دولت دهيواد دتاريخي اثارو او ملي شتمنيو په ساتلو مکلف گڼل سوۍ دی  . دهيواد پر هنگيان بايد پر دولت فشار راولې چې ددغه شان ملي خیانت او تاريخي چپاول مخه ونيسي .

څلورم :  ددولت دوزيرانو دحساب ورکولو دهفتي شروع او داډول له ليري ( دتلويزيون  او راډيو) په وسيله  دشلو دقيقو راپور افغان ولس ته سپکاوۍ  بولو، موږ هغه څه چې دا ښاغلي يودبل کړنې پخپلو سترگو دلکسو موټرانو دتورو ښيښو تر شاوينې نه يادو، بلکي هغه څه  چې د نيم بند ه تنظيمي دموکراسۍ په درشل کې په هيوادوکښي  خپاره سوي نشرات ولوستل سي  او ياکه همدغه غربي راډيو گاني واوريدل سي او مطبوعات يي مطالعه سي ، پايله به يې ددۍ ښارندوي وي هر دولتې جگپوړي چارواکۍ چي کرزۍ صيب دهغه په کارونو افتخار کوي  هم بايد دافغا ولس په وړاندي دمحکمي ميز ته راوستل سي .  متاسفانه همداکسان به يو ځل بيا راتلونکي پارلمان ته دنوي حکومت دغړو په توگه ور معرفي سي . موږ نه پوهيږو دوي دکومو برياو راپور ژورنالستانو ته ورکوي  ،ايا ددغه شان تاريخي لوټماريو او غلو دبرياو ،او که درشوتونو ،اداري فسادونو ،ملې شتمنيو دچور او تالا کولو اوافغان زورولوغولونو او ربړونو راپورونه  ؟

 

پنځم  : زموږ ته دهيواد هر خښته  لوي  ياواړه، دلږ يا ډير ارزښت لرونکې تاريخي اثار ،لکه مجسمي ،منارونه ،ليکلي ،رسم سوې اوتوږل سوي  اثار ،تاريخي کلاوي  ،تر مځکه لاندي او يا په کوټو کي پراته تاريخې توکي اونور هغه څه چې زموږ دولس لپاره تاريخي وياړني وي دباميانودتاريخي مجسمو په کچه ارزښت لري . په همدې خاطر  دتاريخي وياړنو دساتلو پلويانو ته بلنه ورکوو چې دهغوي په ساتنه او دفاع کې په کلکه  او زغرده دچارواکو دلاسو نوو دلنډولو په لار کښي  له هيڅ ډول همکارۍ نه ځان ونه سپموې .

 

شپږم  : ديونسکو له سازمان او نورونړېوالو سازمانوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې ټول تاريخي اثار ،ابدات او ځايونه تر خپل جدې کنټرول  چطرلاندي راولي، دافغاني چارواکو دا ډول د تاريخي دښمنيو ډکې کړني چي همدا اوس زموږ دهيواد له وياړنو اوتاريخې افتخاراتو په مقابل کښي تر سره کيږي وغندې ،د دولت  او نړيوال پام  دهغو ناوړه پايلو ته راواړوې .

گرانو هيواد والو!  دا هيواد زموږ او ستاسو گډکور دۍ ،دااوس په توره نه بلکي په قلم ، پوهه يووالي او دخپل هيواد سره په خواخوږۍ ساتل کېداي سي . زموږ ټولو افغانانو ملي او اسلامي دنده ده چي فرهنگي غله او لوټمار رسوا بر بنډ او لسونه يي دابدلپاره په هره توگه چې کيږي لنډ کړو .

موږ دهيواد په کچه دهر ډول ملي _ فرهنگي شتمنيو دلوټمارو سره په کلکه مخالف يو .

 

ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگې په استازي توب

حبيب الله عمخور سويډن

2005.11.21

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery