مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز اعتراض لیک

خپلواکي خپرونه

 کوپنهاګن –۲۲/۱۱/۲۰۰۵

 

په افغانستان کې د هېواد د تاریخي آثارو د غلا ، تالان ،او غیر قانونی پلټنو او څېړنو له امله  د خپلواکۍ د فرهنګی مرکز اعتراض لیک

 

په ډېرې خواشینۍ سره په پرله پسې توګه خبرتیاوې ترلاسه کوو چې  په دې وروستیو څلورو کالو کې ،له کله نه چې په اصطلاح د قانون حاکمیت افغانستان ته راغلی  د ټول هېواد په کچه د افغانستان  تاریخي آثار یو په بل پسې دلوټمارانو، غلو ، داړه مارانو ،قاچاق وړونکو  او سیمه ایز دلالانو له خوا چې زیاتره یې  له دولت سره نږدې اړیکي لري ،غلا کیږي او د یوې منظمې شبکې له لارې نه یوازې په هېواد کې دننه چې له هېواد نه د باندې  او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادو کې لاس پر لاس کیږي.د کابل ښار او د ټول هېواد موزیمونه خو د ۱۹۹۲ کال نه وروسته د تنظیمی جګړه مارانو لخوا په پرله پسې توګه  ، لوت او تالان شول  چې  د دغو بې شمېره آثارو د موندلو او بیا خوندي کولو هېڅ څرک تر اوسه ندی لګېدلی ، خو دا اوس په دې څلورو کالو کې په ټول هېواد کې قاچاقچیان او د تاریخي آثارو غله په ډاډه زړه او ان کله خو د دولتي ملاتړ کوونکوتر سیوري  او ملاتړ لاندې  دلته او هلته غیر قانوني کیندنې کوي ،آثار راسپړي  او په ځینو ځایونو کې خو تاریخي آثار وران او ځمکه یې  توپکسالارانو او د دولت لوړپوړو چارواکو ته  وېشل شوې چې دغه د (( قهرمانان))! پکې خپلو بچیانو ته ماڼۍ ګانې جوړې کړی !؟ د دغه شان  یرغل یوه بېلګه هم د کابل ښار د شیرپور کلا ده چې د امیر دوست محمد خان په وخت کې جوړه شوې وه اود یو روایت له مخې  په همدغه ځای کې  پر خپلواکۍ مینو افغانانو د یرغلګر انګریز استازی میکناټن مړ ، کړ .  دا دی اوس د نادرخان د تپې د شا او خوا د آثارو غیر قانوني پلتنې او د ( بًست کلا ) چور او تالان  اورو .دا ټول په ډاګه څرګندوي چې  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سلا کاران ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي او د ولایتونو والیان په دې ټولو برخو کې ګرم دي .که ښاغلی حامد کرزی خپلو وزیرانو ته امر کوي چې خلکو ته  خپل حساب او کتاب ورکړي ( چې هېڅکله به هم دا کار و نه کړي ) ،د ملت غوښتنه دا ده چې یو ځل دې  پخپله د دغه شان حساب او کتاب لپاره د خپل هغه ولس غوښتنو  ته  ځوابونه ورکړي چې د هغوی د  رایو له برکته دا دی د ولسمشر تر لقبه ورسېد .موږ پوره باور لرو چې دغه شان درک په دوي کې شته او له همدې امله موږ مخامخ ولسمشر ته مراجعه کوو او ورڅخه غواړو چې د خپل هېواد د تاریخ او فرهنګ  شتمنۍ دې له دغو بې بندو بارټوپکیانو ، غلو او قاچاقبرانو څخه وساتي . 

په درنښت

 

له ډنمارک څخه د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب

محمد یوسف هېواددوست

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery