دخپریدو نیټه : 2011-06-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د نوميالي ليکوال ارواښاد صالح محمد هوتک دوهمه لور هم په حق ورسېده
اداره
د نوميالي ليکوال ارواښاد صالح محمد هوتک دوهمه لور هم په حق ورسېده
په ډېره خوشينی دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي، د افغانستان د لوی استاد او د کندهار د معارفو پلار خدای بخښلي مولوی صالح محمد هوتک دوهمه لور ، دهيواد د تاريخ لوی عالم شهيد مولوی عبدالواسع لمسۍاو د پښتو خوږ ژبي شاعر او ليکوال مرحوم عبدالهادي ريشاء مېرمن ( بي بي جميله ريشاء) نن د جون د مياشتي پر ۸مه نېټه سهار پر ۰۹:۳۰ بجو د کراچي په ښار کي د ۷۵ کلو په عمر د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدله .
انالله و انا الیه راجعون
مرحومه جميله ريشاء يوه ډېره مهربانه، زړه سواندې، صابره، دينداره، باسواده، هوښیاره او درنه ښځه وه، چي له ډيرو خواريو په ګالولو سره يې د پوهي او وطنپالني په ګاڼه سمبال ۸ اولادونه ټولني ته وړاندي کړل .
ټاکل سوې ده چي د ارواښادي بي بي جنازه، د هغې له وصیت سره سم، په کندهار کي د خپل پلار د مزار و څنګ ته خاورو ته وسپارل سي.
دبېنوا پاڼي د کابل ادارهاوهمدا راز د بېنوا مطبوعاتي مرکز ټول کارکونکي او دمشرتابه جرګه په دغه غم کي د ارواښاد ریشا د درنې او علم پروره کورنۍ سره ځان شریک بولي او دمعتال خدای څخه دمرحومې لپاره فردوس جنت او کورنۍ ته ئې جمیل صبر غواړو . همدا زار خپل دخواشنۍ مراتب درانه استاد ، لیکوال او څیړونکي محمدمعصوم هوتک ، شافعیه سردار او ددوی دکورنۍ نورو غړو ته وړاندي کو و .