مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز پیغام

 پر افغانانو د حقدار، منلي ، علمي ، فرهنګي او ملي شخصیت
ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین
د اووم تلین له امله په ډنمارک کې
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز پیغام

 د۲۶/۱۱/۲۰۰۵

نن د هغه چا یادونه زموږ په زړونو راوږي ، د هغه ستر انسان خاطرې مو ذهن او فکر مشغولوي ، د هغه په قام مین او هېواددوست انسان د علمی او فرهنګي ژوند او کار ، منډو – ترړو او لالهاندیو تصویر مو ذهن راتسخیروي ، د هغه افغان بچی د قلم او وینا اصالت او رښتینولي مو ځانته رابولي چې د سترې آریانا او د ( اوګان )او(اپګان ) و (( پکهت)، (پښت ) ، ( پکتیانا ) ، ( پکتیکا ) ،( روه ) او ( افغانستان ) لرغونی تاریخ یې موږ ته بیان کړی ، د هغه چا دلوړ مقام او علمی منزلت یادونو نن هغه ته د درناوۍ د سرونو ټیتولو ته موږ رابللي یو چې زما او ستا ، زما او ستا د پلار – نیکه ، زما او ستا د هست و بود ، زما او ستا د تاریخ تیاره ګوټونه یې نه یوازې ما او تا ته چې ټولو نړېوالو ته څرګند کړي . استاد رښتین یادوو ، پوهاند صدیق ا لله رښتین . هغه ستر انسان چې ټول عمر د ( افغان ) او( افغانستان) د لرغوني تاریخ په پاڼو کې ورک او اخته و،هلته یې زموږ ریښې لټولې او د اوسني اکاډمیک پښت لپاره یې ډېر علمي بنسټونه کېښودل .نن د هغه ستر انسان یادونو سره اخته کړي یو چې په ټول عمر کې د یو ( ویښ ځلمي ) په توګه د افغان او افغانستان د بقا ، سرلوړۍ ، خپلواکۍ ، نېکمرغۍ او لوړتیا لپاره یې په میړانه مبارزه او لارښوونه وکړه
 

اروا یې ښاده یاد یې تل پاتې
په دنمارک کې د افغانستان د فرهنګي – علمی څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازیتوب
محمد یوسف هېواددوست
کوپنهاګن - ډنمارک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery