دخپریدو نیټه : 2011-10-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په سویډن کي د درنې علمي غونډي دجوړیدو خبرتیا
عزيز مقری، مالمو سويډن
په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دا ځل غواړي دروان ۲۰۱۱ م کال داوکتوبر دمياشتې پردوه ويشتمه ((په بهرکي دماشومانودسالمې روزنې په اړوند دافغان مېرمنومورنۍدندي))يوه درنه علمی او ادبي غونډه جوړه کړي .
موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بياپه سويډن،اروپااودنړۍ په نوره سيموکښي له درنو ميندو او خويندوڅخه دزړه له کومې غوښتنه لروچي دغونډې په اړوندخپل پيغامونه اوليکنې تر شپاړسم د اوکتوبر موږ ته په لاندي ليکل سوې برېښنا پته راولېږي :
هغه د ښځو ټولنې اوعلمی شخصيتونه چي غواړي خپل پيغام اوياليکنه په غونډه کي ولوی هيله منديوموږته ئې دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دليکنې اوپيغام داورېدولو امکانات بهورته برابر کړو .
له هغوميندواوخويندو چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه په غونډه کي دگډون لپاره مالمو ته تشريف راوړي غوښتنه لرودخپل سفردپيل اوختم په اړوندموږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .
خپلي ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي :
aakcentrum@gmail.com
aziz_mukuri@hotmail.com
marghalara_h@hotmail.com
د تيلفون شميره:
. عزيز مقری 0046(0)721775080
. ملغلره حميد 0046(0) 735718416
ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لار .
په سويډن کي دافغانانو علمي او فرهنگي مرکزجرگي لخوا