د پوهاند صديق ا لله رښتين د اوم تلين په مناسبت د سلام فرهنګي ټولني ياد ليک
هغه اولسونه چي خپل وياړ پالي ، په حقيقت کي د خپل ژوند پايښت تضمينوي ، د همدې امله د پر مختللو هيوادونو د کلتوري چارو اړوندانو ته د يوې بنسټيزي دندي په توګه د خپلو اولسونود وياړونو نمانځنه ټاکل شويده .
هغه شمير وياړونه چي د سيمه ايزي کچي هيوادنۍ او ملي کچي ته لوړ شي بيا يې د نمانځلو او لا ځلولو دنده د اولس په استازيتوب د دولتي او حکومتي کلتوري چارواکو دنده ګرځي ، د هيواد نامتو پوه ، د هيواد د پوهي پر اسمان وتلۍ ستورۍ خدای بخښلې پوهاند صديق ا لله رښتين زموږ د داولسونو سپيڅلۍ خدمتګار اوزموږ هيوادوالو ته يو منلۍ ملي وياړ دۍ .
زموږ باور دادۍ چي د اوسني دولت او په ځانګړي توګه د هيواد د کلتوري چارواکو دنده ده چي د استاد پوهاند رښتين درنښت او نمانځنه په پر له پسې توګه د خپلي نه هيريدونکي چاري په څير په پام کي ولري ، له بده مرغه د تيرو اوو کالونو په ترځ ، او په خاصه بيا د تيرو څلورو کالونو راوروسته يوځل هم د هيواد د هغه ستر استاد او د هيواد د پوهي پر اسمان د وتلي ستوري ، ياد په ملي کچه نه دي شوۍ . چي دا بي پروايې د هيوادوالو لپاره د ژور خفګان سبب ګرځي . ښايې د کلتوري چارو يوشمير چارواکي به د هوسونو په لومه کي راګير وي او يوشمير به د پټي موخي پر بنسټ نه غواړي چي زمودږ د هيواد وياړونه تلپاتي او لا وځليږي ، هرلا ميل چي وي ، هغه به وي خو اولس ځير دۍ او هر څوک د هغه د رښتيني اعمالو پر بنسټ ارزوي .
سلام فرهنګي ټولنه په داسي حال کي چي د خدای بخښلی پوهاند صديق ا لله رښتين د غمجن تلين داوومي کاليزي له امله د هغه استاد کورنۍ ، دوستانو ، شاګردانو او پلويانو ته د غمرازۍ مراتب وړاندي کوي ، او باور لري چي د هيواد منلي وياړونه او له هغو نه د پوهاند رښتين ياد به د اولسونو پر زړونو همېشنۍ وي .
پريږدۍ چي د يوشمير نورو په څير دا اوسني درباريان هم خپله ريښه په تيشه ووهي .
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
هلند _ اسن ؛ ٢٠٠٥/ ١١/٢٥